د افغانستان روشن غوره لیګ د ۱۳۹۴ کال د ښځو ټورنمنټ نن د کابل او بامیانو د لوبډلو په پرانیستونکې لوبې سره شروع شو.
د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د کابل ټیم سره له دې چې ډیری لوبغاړي يي نورو لوبډلو ته انتقال شوي دي خو بیا هم دې لوبډلې وښووله چې د دې پړاو له غښتلو لوبډلو څخه شمیرل کیږي. کابل په دې نیمايي کې ۷ ګولونه تر سره کړل خو بامیان د هیڅ ګول په ترسره کولو سره بریالی نه شو.
د لومړۍ نیمايي په جریان کې کابل په هرو پنځو دقیقو کې یو ګول تر سره کړ چې له دې ډلې مدینې درې ګولونه، نیلاب دوه ګولونه او سمیی او عادلې هرې یوې، یو یو ګول تر سره کړل.
په لومړۍ نیمايي کې که څه هم د بامیانو لوبډله د کابل له خوا ښه سخته ټکیدلې وه خو بیا يي هم حوصله له لاسه ورنه کړه او د لوبې تر آخري شیبو يي هڅه وکړه تر څو له یوې خوا د ګول تفاوت کم کړي او له بله پلوه پرینږدي چې کابل ډیر ګولونه تر سره کړي.
د دوهمي نیمايي په جریان کې د بامیانو ډیری لوبغاړي ټپیان شول او لوبې ته یی ادامه نه شوه ورکولی له دې ډلې جمیله، زهرا، عادله او کرشمه باید د لوبې له ډګر څخه د ټپونو له امله ایستل شوې وای.
په دوهمه نیمایی کې مدینه دوه ګولونه او نیلاب هم یو ګول تر سره کړل او په دې سره کابل په یوې قاطعانه پایلې سره بامیان ته ۱۰-۰ ماتې ورکړه.