پیتر سګرت د سکالوین سکالوویچ په ځای د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه اعلان شو. سګرت به د افغانستان د ملي لوبډلې په را روانه لوبه کې چې د ۱۳۹۷ کال د فوټبال د نړیوال جام د ټاکنیز پړاو د سیالیو په لړ کې تر سره کیږي، د ملي لوبډلي مشرتوب وکړي. دا لوبه به د لړم په ۲۱ مه نیټه د تهران په تختي لوبغالي کې تر سره شي.

سګرت یو کراوسي الاصله جرمني روزونکی او د فوټبال پخوانی لوبغاړی دی. دی اوسمهال د بوسنیا او هرزیګوانیا په غوره لیګ کې د زیویدزا ګراډاک لوبډلې د روزني دنده تر سره کوي. د سګرت په راتلو سره د افغانستان د پخواني روزونکې، سکالوین سکالوویچ، لنډمهاله کاري دوره چې د تیر کال له سلوغې میاشتي څخه پیل شوې وه، پای ته رسیږي.

پیتر سګرت د اروپا د فوټبال د اتحاديي د  روزني د معتبر لیسنس درلودونکی دی. ده په ۱۳۷۲ کال کې د جرمني په روټ ښار کې د اروپایی فوټبال د (ب) لیسنس تر لاسه کړ، په ۱۳۷۴ کال کې يي د دې اتحادېې د (الف) درجې د روزني سند تر لاسه کړ او بالاخره په ۱۳۸۰ کال کې دی په دې بریالی شو چې د اروپایي فوټبال د روزني تر ټولو معتبر سند هم تر لاسه کړي.

په ۱۳۸۵ کال کې سګرت د کلاس ټمپل په همکاري د ګرجستان د فوټبال د الف لوبډلې د روزني دنده واخیسته. د ۱۳۸۵ او ۸۷ کلونو په منځ کې ده همدارنګه د ګرجستان د ۲۱ کلنو لوبغاړو د روزني دنده هم تر لاسه کړه چې په ډیر کم وخت کې يي وکولای شول ۱۸ ګرجستاني لوبغاړي په نښه او د ګرجستان په ملي لوبډله کې د لوبیدو لپاره اماده کړي، دا لوبغاړي تر اوسه هم د ګرجستان په ملي لوبډله کې لوبه کوي.