«شاهین آسمايي» په ۱۳۹۳ څپرکي کې د خپل اتلولۍ سره، د هغه ټیم په توګه چې دوه ځلې یې پرلپسې اتلولي ترلاسه کړه، تاریخ جوړونکی شو. د پایلوبې په دراماتیکې سیالۍ کې، شاهین آسمايي په اضافه وخت کې د «عقابان هندوکش» په پرتله د لیدو وړ الوتنه درلوده او د ۳-۲ بریا سره یې، نه یوازې ددې ټیم څخه خپله انتقام واخیست بلکه د عقابان دمنګولو څخه یې د اتلولۍ لقب هم واخیست. په داسې حال کې چې پلازمېنې مېشتو په آسانۍ سره ۹۳ لیګ کې شتون وموند، خو په ادامه کې د ځینو خنډونو سره هم مخ شول.

«شاهین آسمايي» دا څپرکی د «د اباسین څپې» (۵-۱) او «موج های آمو» (۴-۲) په وړاندې د دوو بریاوو سره پيل کړ او پرته له کومې اندېښنې د ډله ییز پړاو په وروستۍ لوبه کې د عقابان هندوکش نه ماتې خوړونکي ټیم سره لوبه وکړه. دې لوبې د «الف» ډلې سر ټیم څرګند کاوه. د کابل ټیم ۷ لوبغاړو، د سهیلي کوریا د اینچنون په آسیايي لوبو کې د افغانستان فوټبال ملي ټیم د شتون له امله، شتون نه درلود. شاهین د ۲-۱ پایلې سره د عقابان په وړاندې ماته وخوړه او دوهم مقام یې ترلاسه کړ چې ددې پایلې سره، د شمال ختیځ بازانو «د سپين غر بازان»، سره د شاهین سیالۍ، د وروستۍ نیمې په پړاو کې پرېکنده شوه.

«د سپين غر بازان» په تګ لوبه کې د شاهین سره د مساوي پایلې څخه وروسته، ۳-۰ د هغې ټیم په وړاندې ماته وخوړه او د پلازمینې ټیم د دوهم پرلپسې ځل لپاره د غوره لیګ پایلوبې ته لاره وموندله، هغه ځای چې د پلازمېنې او مرکز لوبغاړو په دې څپرکي کې د دوهم ځل لپاره د یو بل په وړاندې ودرېدل. لوبه په معمولي وخت کې د ۲-۲ پایلې سره پای ته ورسېده. د اضافه وخت په لومړنیو دقو کې «حشمت بارکزي» یخچال، د دې سیالۍ برخلیک جوړونکی ګول په ۹۲ دقه کې ترسره کړ. د دې ګول سره په سټدیوم کې مېشت کسان هیجاني شول، بارکزي د ډېرې خوښۍ نه خپل کمیس څیرې کړ او د ګول د خوښۍ په لمانځنې کې مینه والو او خپل ملګرو ته د برخې ورکولو لپاره، د ډګر یوې خوا ته ولاړ.