د افغانستان روشن غوره لیګ په ۱۳۹۳ څپرکي کې د «طوفان هریرود» دوسیه د یوې بریا، یوې بایلې، او یوې مساوي پایلې سره وتړل شوه. طوفان د «ب» ډلې په دریم ځاې کې ودرېد او د ۸ لوبډلو ترمنځ یې په ټوله ییزې رده بندۍ کې پنځم مقام ترلاسه کړ. په داسې حال کې چې د لوېدیځ اتلان ونتوانېدل تر څو د لومړي ځل لپاره حذفي پړاو ته لاره ومومي خو هغوی خپل په ۳ لوبو کې سرټمبه ښکاره شول. 

په لومړنی ډله ییزې لوبه کې، رفیع بارکزی، ددې لوبډلې پخوانی کپټان «د سپین‌ غر بازان» په جامو کې د خپل پخواني یارانو په وړاندې مخامخ ودرېد. دا لوبه دیوې سختې جګړې وروسته مساوي شوه. د طوفان هریرود دفاع کوونکی، علی احمد یار زاده، ددې لوبې په هکله وویل: "هغه څه چې د لومړی لوبې په هکله ویلی شم، دا ده چې په یوې بلې لوبډله کې د رفیع لیدل موږ ته ګران وو. هغه څه چې موږ لپاره ارزښت درلود، په آسماني اغوستونکو کې د هغه نه شتون وو."

«د میوند اتلان» په دوهمې لوبې کې د طوفان مخنیوی وکړ او ۰-۲ پایلې سره یې هغوی ته ماتې ورکړه. د لوېدیځ لښکر یوازې په دریمې لوبې کې و کولای شول د ۱-۳ پایلې سره د «سیمرغ البرز» له مخې تېر شي. هغوی راتلونکي پړاو ته د لارې موندنې لپاره د میوند اتلان او د سپین غر بازان لوبې پایلې ته په تمه ول. که سهېلیانو د ۲ ګولونو په توپیر سره، د شمال ختیځو بازانو ته ماتې ورکړې وای، نو طوفان کولای شول د سپین غر په ځای د نیمه پایلوبې پړاو ته لاره ومومي. له خواشینی سره پایله د طوفان هریرود د مینه والو د غوښتنې خلاف مخ ته ولاړه او دسپین غر په وړاندې د میوند لوبه د مساوي پایلې سره پاې ته ورسېده. د لومړي ځل لپاره طوفان هریرود ونشو کولای چې ددې سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره ومومي. 

۹۳ کال، د طوفان هریرود لپاره یو ستونزمن کال وو. هغوی په ټولو ۳ لوبو کې جانانه هڅې وکړې. په هر ډول، طوفان غواړي بل کال خپل د حیثیت نه دفاع وکړي او د اتلولۍ د مقام د ګټلو لپاره ډګر ته پښه کېږدي.