په ۱۳۹۳ څپرکي کې، «عقابان هندوکش» د افغانستان روشن غوره لیګ تر پایلوبې د لیدو وړ الوتنه درلوده. هغوی په ډله ییز پړاو کې د درې پرلپسې بریاوو سره چې تر ټولو اړین یې د «شاهین آسمايي» ماته وه او په وروستۍ نیمه کې د د دفاعي ټیم «د میوند اتلان» ماتې ټول حیران کړل. که څه هم هغوی وکولای شول د اتلولۍ لقب خپل کړي خو د راتلونکو کلونو لپاره یې ځان د اتلولۍ د یو مدعي په توګه جوت کړ.

په ۹۳ لیګ کې د عقابان هندوکش ټیم لومړۍ فلسفه، ټیمي کار وو خو ددې ترڅنګ په دې ټيم کې ګڼ شمېر ستوري وځلېدل. ددې ټیم کپټان او دروازه ساتونکي، «ایمل ګریوال» د خپل ټیم فلسفه په یوې لنډې جملې کې څرګندوي: " زمونږ ټیم د شاهین آسمايي مخالف قطب دی، هغوی د خپلو لوبغاړو په یو کسیزې وړتیا ټینګار کوي په داسې حال کې چې زمونږ د وړتیا لامل ټیمي کار دی. د بریا لپاره، هر لوبغاړی باید مخکې له هرڅه نه د خپل ټیم په فکر اووسي او خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي."

په دفاعي کرښه کې ددې ټیم د ودې په حال کې او د خوښې وړ ستوری «فرهاد توتاخیل» ښه کړنه له ځان نه وښودله، هغه مدافع چې د سیال لوبډلې برید کوونکي یې په هر فرصت کې زورول. هغه د خپل وېښتانو د رنګ لپاره د عقابان هندوکش د مینه والو په منځ کې پېژندل شوی او په زړه پوری لوبغاړی دی. د «د میوند اتلان» په وړاندې ددې ټیم د لوبې په لړ کې هغه د ګول وهلو وروسته د فوټبال فدراسیون سټدیوم د غوره لیدونکو ځای ته ولاړ تر څو د «کرام الدین کریم» سره له نژدې روغبړ وکړي او د هغه له خوا وهڅول شي. «ارغواني وېښتو والا»، یوازې هغه دا کار کولای شي!

۹۳ لیګ، د عقابان هندوکش ټیم د برید کوونکو لوبغاړو د ځلېډو کال وو. «رضا رضايي» ددې څپرکي د سرو زرو بوټ ګټونکی د ۶ ګولونه، «انور اکبري» د څپرکي غوره لوبغاړی د ۵ ګولونو، او د سرو زرو وېښتانو درلودونکی برید کوونکی لوبغاړی «زمری سالنګي» ۳ ګولونه ترسره کړي.

عقابان هندوکش د یوه غوره دروازه ساتونکي، ښه دفاع، او برید کوونکي کرښې په درلودو یو پوره ټیم دی، هغه ټيم چې په راتلونکو کلونو کې د اتلولۍ د لقب مدعي دی.