د ۱۳۹۳ کال په سر کې، «د سپین غر بازان» د «طوفان هریرود» ټیم څخه د رفیع بارکزي، د افغانستان روشن غوره لیګ لوی ستوری، په اخیستو سره د خبرونو سر ټکی شو. 

ددې کړنې سره د هندوکش غرونو لوېدیځ مېشتو، په لیګ کې د اتلولۍ لپاره خپل جدي عزم ښکاره کړ. د ۱۳۹۳ کال د وږې په ۱۲ نېټه د ختیځ او لوېدیځ ټیمونو تر منځ د دراماتیکې لوبې لپاره د غوره لیګ مینه والو صبر پای ته ورسېد، هغه لوبه چې د ۱ – ۱ مساوي پایلې سره پای ته ورسېده. د سیالۍ د پای څخه وروسته، د بارکزي پخوانیو هم ټیمیانو د ورزشي اخلاق د ښکارولو لپاره هغه په غېږ کې ونیوه.

په دوه وروستیو لوبو کې، د سپين غر بازان وکولای شول د تېر څپرکي د اتل مرستیال «سیمرغ البرز»، او د دې څپرکي د ځوانمردانه لوبې د نوم ګټونکي، «د میوند اتلان» ته ماتې ورکړي. دواړه سیالۍ د ختیځ لوبغاړو لپاره ساه سوځونکې وې په داسې حال کې چې د یوه ګول په توپير سره یې وکولای شول دواړو ټیمونو ته ماتې ورکړي. هغوي په ډله ییز پړاو کې د ۲ بریاوو او ۱ ماتې سره حذفي پړاو ته پښه کېښوده. هغه پړاو چې د غوره لیګ ددې څپرکي اتل، «شاهین آسمايي» سره مخامخ شول. 

د پلازمېنې ټیم په وړاندې د ماتې څخه وروسته، د رده بندۍ په لوبه کې هغوي د لوېدیځ ټیم، د میوند اتلان، په وړاندې لوبه وکړه. سیالۍ په معمولي او اضافه وختونو کې مساوي شوه او د پنالټي په حیرانوونکو ضربو کې، د سپين غر بازان د لومړي ځل لپاره وکولای شول د ۹ – ۷ پایلې په توپير سره د افغانستان روشن غوره لیګ دریمه اتلولۍ خپله کړي.

ددې ځلانده پایلې سره، د سپين غر بازان د ۱۳۹۴ غوره لیګ ته په تمه دی. هغه لیګ چې دا ټیم د اتلولۍ لپاره بیا ډګر ته پښه ږدي.