عبدل وکیل کمال‏پوري، هغه دفاع کوونکی دی چې په شاهین آسمایي کې لوبېږي. هغه له خپل د لوبډلې نورو ملګرو سره جلال‏آباد ته راغلی دی تر څو د ۱۳۹۴ کال افغانستان روشن غوره لیګ په لومړني ټورنمنټ کې ګډون وکړي.
کمال پوري، د لوبډلې په تمریناتو کې د ګډون سربېره، د پایتخت له نورو لوبغاړو سره د ننګرهار د تاریخي ځایونو څخه هم لیدنه کړې ده. «موږ اوس‏مهال د سراج العمارت په بڼ کې یو. دلته په رښتیا هم یوه تاریخي او ښکلې ماڼۍ ده. موږ د دې ماڼۍ د لېدلو څخه ډیر خوند واخیست او له دې ځایه وروسته د غازي امان الله خان قبر لېدلو ته ورځو، هغه څوک چې دا بڼ یې د خپل هوساینې لپاره جوړ کړی وو. د دې باغ په هکله د په زړه‏پورو کېسو اوریدل د هغو کارکوونکو له خولې چې په دې باغ  کې په کار کولو بوخت دي، ډیر خوندور و.»
کمال‏پوري او د لوبډلې نور ملګري يې د شاهین آسمایي لوبډلې لپاره د دې ټورنمنټ په پرانېستې لوبه کې د ۱۳۹۳ کال د کب په ۲۴ نېټه وروسته له غرمې په ۳ بجو د میوند اتلانو په وړاندې ډګر ته ورځي.
ټولې لوبې د طلوع او لمر شبکو او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي. همدارنګه ننداره‏چیان کولای شي د ټولنیزو شبکو: توییتر – AfPremierLeague، فیسبوک – AfghanPremierLeague، ګوګل پلاس – AfghanPremierLeague او د www.afghanpremierleague.com وبسایټ له لارې دا لوبي تعقیب کړي.