موج‌های آمو او د سپین‌غر بازان، د «الف» ډلې دوې وروستۍ لوبډلې چې د یوې بایلې سره یې تر اوسه هیڅ کوم امتیاز په خپل ګټه نه دی ترلاسه کړی، نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۱ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د یو بل پر وړاندې ځي.

د اباسین څپې، د هېواد ختیځ زون استازې، هغه لوبډله چې د شپږم څپرکې دریم مقام یې ترلاسه کړ مګر سږ کال یې و نه شو کولای د افغانستان غوره لیګ اووم څپرکې رحماني بنسټ ډله‎ییز پړاو کې ښه وځلېږي او د اباسین څپې، د تېر کال اتم مقام ګټونکې لوبډلې له‎خوا، چې د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې کې، ډېره پیاوړې ښکاره شوه، ماتې وخوړل، او اوس د موج‎های آمو پر وړاندې چې په «الف» ډلې کې د یادې لوبډلې وروستۍ سیال دی او له دې نه وړاندې یې د تېر کال د اتل پر وړاندې سیالۍ کې د ۰ – ۲ پایلې سره ماتې خوړلې، لوبه ترسره کوي.

موج‎های آمو، د تېر کال ډله‎ییز پړاو سیالیو کې نیمه‎پایلني پړاو کې لوبېدنې لپاره تر وروستي فرصت پورې، د شپږم څپرکې اتل پر وړاندې لوبه ترسره کړه مګر د ۰ – ۲ پایلې سره، یادې لوبډلې و نه شو کولای وړاندې ولاړه شي.

دواړې لوبډلې، د درې امتیازونو ترلاسه کونې په لټه کې، تر څو وکولای شي د اباسین څپې او شاهین آسمایي، هغه دوې لوبډلې چې د «الف» ډلې نوملړ په سر کې ځای لري، پر وړاندې لوبېدنې لپاره د نن ورځې سیالۍ کې د بریا په اړه ډېر جدي دي او اوس دواړې لوبډلې په ډله‎ییز پړاو کې د یوې بایلې وروسته، په هیڅه توګه نه غواړي خطر په غاړه واخلي.

د سپین‎غر بازان، ښاغلي ضیاء عظیمي وویل: «موږ هلې‎ځلې کوو چې یوه ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړو. تر اوسه پورې مو خپل تمرینونه په ښه توګه ترسره کړي، او د اباسین څپې پر وړاندې لوبې بایله، زموږ پر ځوانانو کومه منفي اغېزه نه ده کړې، ستونزه یوازې زموږ د ګول‎ساتونکي وه، څرنګه چې زموږ لومړی او دوهم ګول‎ساتونکي د ځینو صحي او نورو ستونزو له کبله و نه شو کولای په یادې سیالۍ کې ګډون وکړي، مګر نن به ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړو». هغوی زیاته کړه: «د پرون تمرینونو په لړ کې، زموږ یو لوبغاړی تر یوه حده پورې ژوبل شوی مګر د نن ورځې غونډې کې څرګنده کېږي چې آیا د لوبډلې په ترکیب کې کوم بدلون راځي که نه. بلې خوا ته، د موج‎های آمو لوبډله هم ښه لوبډله ده، د هغې سیالۍ په لړ کې چې یادې لوبډلې د شاهین آسمایي پر وړاندې ترسره کړه، د فرصتونو څخه یې ګټه پورته کړای نه شوه، مګر په ټوله‎ییزه توګه ښه لوبډله ده، او په داسې حال کې چې یاده لوبډله هم یوه بایله لري او د سپین‎غر بازان هم یوه بایله لري، موږ هیله‎من یو چې نن د یادې لوبډلې پر وړاندې ښه لوبه ترسره کړو او ګټونکي شو».

د موج‎های آمو لوبډلې روزونکي وویل: «دا زموږ دوهمه سیالۍ ده او موږ په بشپړه توګه چمتو یو ځکه چې هره لوبه، او په ځانګړې توګه دا سیالۍ چې مو پر مخ ده، زموږ د لوبډلې لپاره برخه‎لیک ټاکونکې ده او لوبغاړو ته اړینې لارښوونې وړاندې شوي. امکان لري د لوبډلې په ترکیب کې ځینې بدلونونه راوېستل شي، زموږ یو لوبغاړی، خسرو ګلدوست چې یو تکړه بریدکوونکی دی، تر یوه حده پورې ژوبل دی مګر وعده یې کړې چې د نن ورځې سیال کې ګډون مومي». ښاغلي فاروق زیاته کړه: «د سپین‎غر بازان ښه لوبډله ده، ښکاره ده چې هره لوبډله هڅه کوي تر څو ښه پایله ترلاسه کړي، او زموږ سیالې لوبډلې هم خپل تمرینونه ترسره کړي او بشپړې چمتووالې لري، موږ هیله‎من یو چې د دې سیالۍ ګټونکي شو». 

د سپین‎غر بازان او موج‎های آمو لوبډلو تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague)  کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې    (Afghanpremierleague.official)کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې  (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي.