د درې تېرو کلونو راپه دې خوا د لومړي ځل لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ مسلکي او د فیفا د تایید وړ څارونکي د افغانستان روشن د غوره لیګ د لوبغاړو او څارونکو د روزنې لپاره بللي دي. په نوي څپرکي کې څو څارونکي به د تاجکستان څخه او یو څارونکی به د ازبکستان څخه ګډون وکړي: بویر ایګامبریف، ولي ایګامبریف، اهل دین تردیف، طاهر مومینف، حسن رجبف، نجم الدین طالبف، غیرت علي میراه مدیف او عثمان توشف په ټوله ییزه توګه د ۱۰۰ کلونو د تجربې په درلودو سره، د آسیا د فوټبال د فدراسیون له لارې د فوټبال د نړېوالې ټولنې د فدراسیون نه ستاینلیکونه هم ترلاسه کړي.

هغوي افغانستان ته د خپل سفر څخه خوند اخلي، همدارنګه بویر ایګامبریف زیاتوي: " د هغه شیانو تر منځ چې د کابل په اړه یې په ورځپاڼو کې لیکي او هغه چې واقعاً دی ډېر توپیر شتون لري". دا څارونکي د آګست په ۱۳نېټه افغانستان ته راورسېدل. هغوي تېره جمعه د پنجشیر په دره کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رئیس کرام الدین کرام مېلمانه ول. د ټولو په استازیتوب طاهر مومینف ووېلې: هغوي ته د دې بلنې او د افغانستان د ښکلي طبیعت څخه د خوند اخیستو له امله ویاړ وروبښل شو. 

څارونکي پرېکړه لري تر څو د یوې اونۍ تمرین په موده کې لازیات څېړنې او درک ته پاملرنه وکړي او وروسته د افغانستان روشن د غوره لیګ د څارونکو او لوبغاړو د روزنې لپاره پلان ونیسي. د افغانستان او تاجکستان د لوبغاړو تر منځ د ورته والو په ډاګه کولو سره، نجم الدین طالبف وویلې: " افغان لوبغاړي چټک، قوي او پیاوړي دي او زما تجربې ته په کتو سره، ځوان لوبغاړي ( د دې په پام کې نیولو څخه پرته چې په کوم ځای کې تمرین ورکوې) یوازې غواړي تر څو چې کولائ شي غوره اووسي. دا حقیقت د دواړو هېوادونو د لوبغاړو سره سمون لري". په افغانستان کې د فوټبال د راتلونکي په اړه ټول مېلمانه څارونکي حیران او خوښ دي او د افغانستان روشن د غوره لیګ څخه مننه. د څارونکو له ډلې حسن رجبف وویلې چې د افغانستان روشن غوره لیګ د فوټبال او د افغانستان لپاره د یو لوی او سم ګام د پورته کولو ښکارندوی دی.