د پنجشېر دره د پنجشېر په ولایت کې، د افغانستان یوه ډېره ښکلې دره، د عقابان هندوکش د ۲۶ غوره لوبغاړو د ټاکلو لپاره د ۱۳۹۴ افغانستان روشن غوره لیګ د سیمه‏ییز ټورنمنټ کوربه وه.
د پنجشېر (الف)، پنجشېر (ب)، پروان، ډایکندي، بامیان، او کاپیسا لوبډلو په ۲، «الف» او «ب»، ډلو کې په دې سیالیو کې شتون درلوده. ځوانو، پیاوړو او لېوالو لوبغاړو په دې سیالیو کې خپل ترټولو غوره فوټبالي وړتیا نندارې ته وړاندې کړه. دا ټورنمنټ د ۱۳۹۴ کال د غبرګولي په ۱۴ پیل شو او د ۳ ورځو په لړ کې ۶ لوبې ترسره شوې

په دې ۶ لوبو کې د فوټبال سیمه‏ییز لوبغالی د هغو نندار‏ه‏چیانو څخه ډک وو چې له خپلو لوبډلو څخه یې په ښه توګه خپل ملاتړ ښکاره کړ او د هغوی کورونو ته نږدې د فوټبال د حیرانوونکو سیالیو په لاره اچولو څخه یې پوره ګټه پورته کړه.
اهل الدین تردیوف، د دې لوبډلې نړیوال روزونکي د افغانستان د فوټبال فډراسیون د کارکوونکو په مرسته، د ځوانو او پیاوړو لوبغاړو له ډلې څخه چې په دې ټورنمنټ کې یې شتون درلود، له ژورې څېړنې او کتنې څخه وروسته د دې لوبډلې ۲۶ غوره لوبغاړي وټاکل. د دې لوبډلې پایلنی لړلیک د غبرګولي په ۱۷ نېټه اعلان شو

عقابان هندوکش د افغانستان روشن غوره لیګ د تېرو ۳ څپرکو یو له غوره لوبډلو څخه ده. تېر کال، هغوی د لومړي ځل لپاره پایلوبې ته لاره وموندله خو ۲-۳ په پایلې سره یې د شاهین آسمایي څخه ماتې وخوړه. په دې ټورنمنټ کې د لوبو کیفیت ښکاره کړ چې نورې لوبډلې د ۱۳۹۴ افغانستان روشن غوره لیګ د اتلولۍ د سرلیک ګټلو لپاره د عقابانو پر وړاندې ډېر سخت کار پر مخ کې لري.