نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې ۳ نېټه، د افغانستان فوټبال فدراسیون له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو، د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې پایلنې سیالۍ کوربه دی. په دې کتنې کې، شاهین آسمایي، د هېواد پلازمینې استازې او په پرلپسې توګه د غوره لیګ څلور ځله اتل، د لوېدیځ زون استازې پر وړاندې ځي.

طوفان هریرود په تېرو شپږو کلونو کې تر اوسه پورې داسې اساس پړاو ته نه ده رسېدلې. مګر دې ځل یې ډله‎ییز پړاو کې د میوند اتلان، د سپین‎‎غر بازان او سیمرغ البرز لوبډلو ته ماتې ورکونې، او په ټوله‎ییزه توګه د ۹ امتیازونو ترلاسه کونې سره، نیمه پایلني پړاو ته لاره وموندل او د اباسین څپې لوبډلې ته یې ماتې ورکونې سره تر پایلني پړاو پورې روغ‎رمټ سفر وکړ.

شاهین آسمایي، د نن ورځې سیالۍ کې د طوفان هریرود پیاوړی سیال او هغه لوبډله چې په پرلپسې توګه یې څلور ځله د اتلولۍ سرلیک ګټلی، څرنګه چې د شپږو کلونو راهیسې یې تر پایلني پړاو پورې ځان رسولی، دې ځل د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې کې هم ډېره پیاوړې ښکاره شوه. نوموړې لوبډله د اباسین څپې، موج‎های آمو، او د سپین‎غر بازان لوبډلو ته ماتې ورکونې سره د ډله‎ییز پړاو څخه تېره شوه او نیمه‎پایلني پړاو کې میوند اتلان، د تېر کال دویم اتل لوبډلې ته ماتې ورکونې سره پایلني پړاو کې د طوفان هریرود سره سیالۍ ته راغلل.

ښایي چې دواړې لوبډلې د خپل تکړه لوبغاړو سره، په یوه کچه پیاوړي دي، که څه هم، شاهین آسمایي د خپل شأن او ریکارډ خوندیتوب ته اړ ده او په آسانۍ خپل میدان نه خوشي کوي. خو بلې خوا ته، طوفان هریرود د بدلون رامنځ ته کونې په اړه ډېره ژمنه ده، مګر د نن ورځې سیالۍ کې د شاهین له‎خوا ډېره ستړې کېږي.

مجتبی فیض، د شاهین آسمایی روزونکي وویل: «طوفان هریرود تر اوسه پورې د یو ریښتیني سیال سره نه ده لوبېدلې. دا یې لومړی ځل دی چې پایلني پړاو کې د شاهین آسمایي په څېر یوې لوبډلې پر وړاندې لوبېږي. شاهین آسمایي به نن خپل سیال ته وښیي چې ناحقه یې تر اوسه پورې څلور ځله د اتلولۍ سرلیک نه دی ترلاسه کړی». هغوی زیاته کړه: «د شاهین آسمایي لوبډله په بشپړه توګه چمتو ده او د پنځم ځل اتلولۍ سرلیک ګټنې په موخه میدان ته ځي. زموږ د ټیم ترکیب او سیسټم بدلون مومي، شاهین نن د یوې بلې څېرې سره میدان کې ښکاره کېږي. موږ له دې نه وړاندې د خپل تخنیکي غړو په ګډون د خپلې سیالې لوبډلې ټولې کمزورتیاوې او پیاوړې ټکې ارزولي. زموږ د نن ورځې سیسټم ۴ – ۳ – ۳ دی او هیڅ کوم لوبغاړی مو ټپي او محروم نه دی».

د طوفان هریرود لوبډلې روزونکي، حمیدالله مسعودي وویل: «موږ تر اوسه پورې په منظم ډول خپل تمرینونه ترسره کړي او د نن ورځې سیالۍ لپاره په بشپړه توګه چمتو یو. ځکه چې موږ د استراحت لپاره یوازې یوه ورځ وخت درلود مګر لوبغاړو بیا هم له دې فرصت څخه د امکان تر حده پورې ګټه پورته کړه او د یوې غوره لوبې لپاره چمتو دي. باید وویل شي چې د فوټبال لوبې وړاندوینه آسانه کار نه دی مګر زموږ لوبغاړي چمتو دي. سږ کال د طوفان هریرود لوبغاړي ما پخپله غوره کړي، خوشاله یم له دې څخه چې خطا مې نه ده کړې او ښه لوبغاړي مې غوره کړي چې دا دی تر پایلني پړاو پورې ورسېدل. هیله‎من یو چې د شاهین آسمایي پر وړاندې هم ښه لوبه ترسره کړي، او په داسې حال کې چې د لوبې پایلې په اړه وړاندوینه نه شو کولای، زموږ لوبغاړي د بریا لپاره میدان ته ځي او هیڅ کوم لوبغاړی مو ټپي او یا محروم نه دی». 

د افغانستان غوره لیگ رحماني بنسټ پایلوبه په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague)    کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې   (Afghanpremierleague.official)کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې  (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي.