د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې نیمه‎پایلني پړاو د دواړو تګ او راتګ سیالیو د بایلې سره، سیمرغ البرز پایلني پړاو ته د لارې موندنې چانس له لاسه ورکړ. یاده لوبډله اوس د سپين‎غر بازان پر وړاندې د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې د دریم مقام لپاره لوبېږي. دا هیجانوونکې سیالۍ نن مازدیګر، د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۴ نېټه له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو په لاره اچول کېږي. 

د سپین‎غر بازان، د هېواد د ختیځ زون استازې په تګ سیالۍ کې د ۲ – ۰ بایلې او راتګ کې یوې مساوي لوبې سره و نه شو کولای د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې پایلني پړاو ته لاره ومومي. نوموړې لوبډله د نیمه‎پایلني پړاو تګ سیالۍ کې د خپل پیاوړې سیال، د میوند اتلان پر وړاندې ډېره کمزورې ښکاره شوه. که څه هم، وروسته په راتګ سیالۍ کې یې د خپل سیال د بریدونو پر وړاندې ښه دریځ وکړ او د ۰ – ۰ پایلې سره لوبه پای ته ورسول. 

د برید او د ضد بریدونو لپاره د ټولو فرصتونو څخه د مثبتې ګټې اخیستنې سره، د نیمه‎پایلني پړاو په دواړو تګ راتګ سیالیو کې د سیمرغ البرز لوبډلې هلې‎ځلې د پام وړ وې مګر سربېره پر دې هم، یاده لوبډله د خپل سیال، شاهین آسمایي، د افغانستان غوره لیګ یوه له تر ټولو پیاوړې لوبډله، په دواړو سیالیو کې د خپل برید اړوند ځانګړې تلن‎لارې جوت کونې کې ناکامه څرګنده شوه او په ترتیب سره یې د ۱ – ۰ او ۴ – ۳ پایلې سره ماتې وخوړل. 

تېر څپرکې کې، سیمرغ البرز په نیمه‎پایلني پړاو کې د پام وړ ۱۰ – ۳ پایلې سره د خپل سیال شاهین آسمایي پر وړاندې ماتې وخوړل مګر وروسته بیا د موج‎های آمو پر وړاندې بریالې شوه او دریم مقام یې خپل کړ. په پرلپسې توګه، دا دوهم ځل وو چې سیمرغ البرز او شاهین آسمایي لوبډلې په نیمه‎پایلني پړاو کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې. 

بلې خوا ته، د سپین‎غر بازان لوبډلې د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې بهیر د خپل سیالو لوبډلو پر وړاندې بشپړ واکمنتیا سره په دې تمه پیل کړ چې وکولای شي د رده‎بندۍ په نوملړ کې د دوو غوره لوبډلو په جمع کې ځای ومومي. د تېر کال په پرتله، بازان لوبډله اوسني څپرکې کې ډېره پیاوړې ښکاره شوه او تر دې ځایه پورې چې اوس د دریم مقام لپاره لوبه ترسره کوي، په ټوله‎ییزه توګه یې غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړې. 

د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې پایلنې سیالۍ په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ. د دې سیالیو بشپړ کلیپونه او د (www.youtube.com/afghanpremierleague) یوټیوب پاڼې کې د لاسرسۍ وړ دي. د خپلې خوښې وړ لوبډلو او لوبغاړو د تازه انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ.