لیونل میسي، کریستیانو رونالډو او نیمار درې هغه لوبغاړي دي چې د ۲۳ غوره لوبغاړو له ډلې د کال د غوره لوبغاړې جایزې ته نوماندان شوي دي.

اټکل کیږي چې د سږ کال د غوره لوبغاړي جایزه به یو ځل بیا لیونل میسي ته ورسیږي، ده په تېر فصل کې وکولای شول چې خپلې لوبډلې ته درې متخلف ټورنمنټونه وګټي. په داسي حال کې چې د ده سیال کریس رونالډو هم کوښښ کوي چې د تیر کال له خپل تاج څخه په بریالیتوب سره دفاع وکړي.

که چیرته میسي وکولای شي چې یو ځل بیا د کال د غوره لوبغاړي جایزه په خپل نوم کړي نو دا به دده ټولټال پنځم ځل وي چې دا جایزه تر لاسه کوي. تر اوسه د فوټبال په تاریخ هیڅ یو لوبغاړی په دې نه دی بریالی شوی چې د کال د غوره لوبغاړي پنځه جایزې تر لاسه کړي.

سږ کال به له میسي سره دده د لوبډلې خپل لوبغاړی نیمار هم سیالي وکړي، نیمار چې په تېر فصل کې يي د اروپا د اتلانو په لیګ کې د خپلې لوبډلې په ګټه ۱۰ ګولونه تر سره کړل او په دې سره يې خپله لوبډله د دې لوبو پایلوبې ته ورسوله.

دا د یادې جایزې پر له پسې شپږم کال دی چې د غوره لیګ کوم لوبغاړی دې جایزې ته نه دی نوماند شوی، په تیره لسیزه کې ۲۰۰۵ کال وو چې د انګلستان فرانک لمپارډ د کال د غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند شوی وو.

د ښځو د فوټبال په برخه کې بیا د امریکا د متحدو ایالتونو کارلې ایل لایډ، د جاپان ایا میاما او د جرمني سیلیا ساسیک دې جایزې ته نوماندې شوې دي.