د افغانستان روشن غوره لیګ له مهمو نوښتونو څخه یو هم د (د یوې روښانه راتلونکې لپاره د شوټ) سیالۍ  وې چې په بریالیتوب سره تر سره شوې. د کم عمر ګډون کوونکو لومړی خپلې مقالې چې د افغانستان د پرمختګ په اړه د سولې او ملي یووالي په اهمیت باندي را څرخیدې، تسلیم کړې. په دوهم پړاو کې د غوره ګډون کوونکو له ډلې څخه د فوټبالي مهارتونو ازموینه واخیستل شوه تر څو دوی وکولای شي د دوبۍ په ښار کې د فوټبال په هسپانوي ښوونځي کې د فوټبال روزنه تر لاسه کړي. د دې سیالیو په پای کې دوه ګډون کوونکې چې یو يي هلک او بله نجلۍ وه، د ګټونکو په توګه اعلان شول. دوی به د دوو هفتو لپاره د فوټبال په هسپانوي مکتب کې د هسپانیا د افسانوي لوبغاړي مایکل سالګادو او د هغه د روزنکي ټیم له خوا د فوټبال روزنه تر لاسه کړي.

۱۶ ګډون کوونکو ته همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ له لوري یوه ډالۍ هم ورکول شوه چې د فوټبال د کالیو او نورو اړونده وسایلو درلودونکې وه. 

د دې سیالیو له لارې د افغانستان روشن غوره لیګ د راتلونکي نسل رهبران تشویق کړل تر څو خپلو زده کړو، روغتیا او خپلې راتلونکې ته پاملرنه وکړي. دا سیالۍ په دقیق ډول ښوونه او روزنه او سپورټ له یو بل سره نښلوي او د هیواد ځوانان د دواړو اهمیت ته متوجه کوي. د دې هدف په نظر کې نیولو سره د فوټبال هسپانوي ښوونځی په پام کې لري چې د تکنیکي مهارتونو تر څنګ د غړو ماشومانو په شخصیتي وده کې هم په مثبت ډول خپل رول ادا کړي.

مونا او رشید د دې سیالیو هغه دوه ګډون کوونکي وو چې د فوټبالي مهارتونو په سیالۍ کې له خپلو همزولو مخکي شول او د دې سیالیو د ګټونکو په توګه اعلان شول. دوی دواړه د افغانستان له ۱۲ کلونو څخه کم عمره لوبډلو لپاره لوبيږي او په عین وخت کې په خپلو زده کړو کې هم زیات کوښښ کوي. دوی به د لیندۍ په میاشت کې د دوبۍ ښار ته سفر وکړي.

هغو ۱۶ ګډون کوونکو ته چې په دې سیالیو کې يي ګډون کړی وو، د افغانستان روشن غوره لیګ له لوري ورته یوه ډالۍ هم ورکول شوه چې د فوټبال د کالیو او نورو اړونده وسایلو درلودونکې وه.