د موج‎های آمو او عقابان هندوکش تر منځ د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې ډله‎ییز پړاو دریمه سیالۍ نن، د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۱۸ نېټه، د افغانستان فوټبال فدراسیون کې په لاره واچول شوه. د یوې ډېرې هیجانوونکې سیالۍ وروسته، آمو د ۱ – ۰ پایلې سره عقابان هندوکش له ماتې سره مخ کړ.

عقابان هندوکش د خپلې ځواکمنۍ په ډاګه کونې لپاره لوبه د پرلپسې بریدونو سره پیل کړه، که څه هم د آمو دفاعي کرښې او ګول‎ساتونکي، محبوب الله کاکړ، دې بریدونو ته ډېر د پام وړ ځواب وړاندې کړ. بلې خوا ته، موج‎های آمو لومړۍ نیمې کې په دوامداره توګه د خپلې لوبډلې ویاړ حفظ کړ او هڅه یې وکړه چې د ضد بریدونو څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي.

په دوهمې نیمې کې، آمو ډېر ژر د خپل برید ځانګړې تلن‎لاره پیدا کړه او یو ضد برید یې په چټکه توګه د خپلې لوبډلې په ګټه ګول کړ. دا ګول فرهاد احدي، د موج‎های آمو لوبډلې بریدکوونکي د خپل سیال د ګول په لور د یو ډېر غوره شوټ سره ترسره کړ. د لوبې لومړي ګول وروسته موج‎های آمو خپل بریدونه لا زیات کړه، خو دې هڅو هیڅ کومه پایله نه درلوده.

عقابان و نه شو کولای د لوبې هیڅ یو پړاو کې د خپل بریدونو څخه کومه ګټه پورته کړي او په پای کې یې د ۱ – ۰ پایلې سره د شمال ختیځ زون استازې، موج‎های آمو پر وړاندې خپله ماتې ومنل.

د لوبې د سرشمېرنو پر اساس، موج‎های آمو د خپل سیال عقابان هندوکش په پرتله، د شپږم څپرکې ډله‎ییز پړاو په دریمې سیالۍ کې، ۵۵ سلنه لوبه په واک کې درلودل.

د دې سیالۍ د بشپړ کلیپ د نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼه (www.youtube.com/afghanpremierleague) تعقیب کړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو د نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.