مرتضی، د میوند اتلانو ترټولو نوی لوبغاړي، ونه شو کړای چې له ۶ ټولګي وروسته ښوونځي ته دوام ورکړي او اړېستل شو چې د خپل پلار د ملاتړ لپاره، د کورنۍ لګښت په لاره کې ورسره مرسته وکړي. له هغه وخته وروسته، هغه د بوټخرڅونې په هټۍ کې په دوامداره توګه کار کړی دی او هیلهمن وو چې د زدهکړې پرته په کومه بله لاره کې ښه پرمختګ وکړي؛ ډېر وخت نه وو تېر شوی چې فوټبال او د افغانستان روشن غوره لیګ د هغه دا خوب په رښتیا بدل کړ.
مرتضی جعفري ۲۱ کاله عمر لري او د هلمند له ولایت څخه دی، دی د میوند اتلانو ترټولو نوی لوبغاړی دی او په دفاع لیکه کې لوبه کوي.
مرتضی وویل: په یاد مې دي چې په ښوونځي کې یو ښه زدهکوونکی وم خو هیڅکله دا فرصت را ته برابر نه شو ترڅو خپل ځان نورو ته ثابت کړم. که څه هم زه ډېر بختور وم چې وتوانېدم له کوچنیتوبه فوټبال وکړم او یو ښه لوبغاړی شم. هغه خوشاله ده چې د هغه پلار د هغه له فوټبال څخه ملاتړ کوي او د تمریناتو لپاره یې کافي وخت د هغه په اختیار کې ورکوي. هغه خپله پوره هڅه کوي چې د لوبې په ډګر کې خپل ځان خلکو ته ثابت کړي.
هغه مخکې له دې چې د میوند اتلانو لوبډلې ته راشي، د ۶ کلونو لپاره یې د هلمند ښار د میوند لوبډلې لپاره لوبه کوله. مرتضی د میوند اتلانو لوبډلې په ۲ ټاکنیزو سیالیو کې د نه بریالیتوب سربېره بیا هم ناهیلی نشو او د لا ډېرو تمریناتو سره بریالی شو د دې لوبډلې په پایلني لیسټ کې ځای ونیسي.
کله چې مرتضی په لوبډله کې د خپل ځان د ټاکل کېدو په اړه خبرې کولې، ما هیڅ نه شو کولی چې د هغه له خندا ډکې څېرې څخه سترګې لرې کړم. هغه په ډېروهڅو سره بریالی شو چې د هغو ستونزو او خنډونو څخه په بریالیتوب سره تېر شي او غواړي له دې فرصت څخه ترټولو ښه ګټه پورته کړي. هغه داسې یو کس دی چې غواړي هرکار چې کوي په هغه کې ترټولو ښه ووسي او اوس د افغانستان روشن غوره لیګ هغه ته ډګر او نندارهچیان برابروي ترڅو خپل ځان نورو ته ثابت کړي.
هغه خپل ټول عمر د خپل پلار او مور او ۹ ورونو او خور سره تېر کړی دی. دا لومړی ځل دی چې هغه کابل ته راغلی او د هغه په آند د کابل خلک ډېر چټک خلک ښکاري. هغه وویل:« یوه ورځ د قدم وهلو لپاره د باندې تللی وم او لږ پاتې وو چې یو موټر له ما سره ټکر وکړي.»
د میوند اتلانو په دې څپرکې کې د هېواد د نورو سیمو ښه لوبغاړي د خپلې لوبډلې نوملړ ته را غونډ کړې دي او ډېره تمه کېږي چې دا لوبډله به پایلوبه کې شتون ولري. میوند اتلان د افغانستان روشن غوره لیګ لومړنۍ لوبډله ده چې د ډېرو تمریناتو لپاره کابل ته راغلې.
هغه وویل:«ما هیڅ تمه نه درلوده، او ډېر بختور یم چې د طلوع ټلویزیون د شین لوبغالي خپرونې له لارې زما د نوم د اعلانېدو وروسته د ټولو د پام وړ وګرځېدم.» هغه غواړي ټولو ته یوه ښه بېلګه ووسي او د افغانستان روشن غوره لیګ له لارې غواړي ځوانانو ته دا پیغام ورسوي ترڅو د خپلو هیلو د لاس ته راوړلو څخه هیڅ کله لاس په سر نه شي.
دا کیسه یواځې د مرتضی پورې اړونده کیسه نه ده، د هغه په شان ډیری ځوانان په نا امنه ولایتونو کې شته دي چې له جګړې او تاوتریخوالي څخه ستړي شوي او غواړي چې خپل استعدادونه ټولو خلکو ته ښکاره کړي.
د ۱۳۹۴ افغانستان روشن غوره لیګ د وږي په ۵ نېټه پیلېږي او د هېواد په ګوډ ګوډ کې د میلیونونو افغانانو لپاره شور او هیجان د ځان سره راولي.