د روشن افغانستان غوره لیګ په اصلي ټورنمنټ کې اته لوبډلي د اتلولۍ د ګټلو لپاره یو له بل سره لوبي کوي. دا لوبي د وږي په پنځمه نیټه پیلیږي او د تلي په ۱۰ نیټه پای ته رسیږي. دغه اته لوبډلي د فوټبال د ژور شوق او میني څخه د افغانستان په اتو زونونو او ۳۴ ولایتونو کې استازیتوب کوي.
د روشن افغانستان غوره لیګ اته لوبډلي هره یوه د یو بهرني روزونکي او یو کورني مرستیال روزونکي لخوا روزل کیږي. سږ کال پنځه روزونکو له تاجکستان څخه او یوه روزونکي له ازبکستان څخه د غوره لوبغاړو د ټاکلو په مو خه د اتو زونونو مرکزونو ته سفر وکړ.
له هغه وروسته د زمري په ۱۵ نیټه د روشن افغانستان غوره لیګ د پچي اچوني مراسم تر سره شول. په دې لیګ کې اته لوبډلي په دوو ګروپونو وویشل شوي چی د "الف" په ګروپ کې د عقابان هندوکش، دسپین غر بازان، موج های آمو او دآباسین څپي لوبډلي ځای لري او د"ب" په ګروپ کې د شاهین آسمایې، دمیوند اتلان، طوفان هریرود او د سیمرغ البرز لوبډلي ځای لري.
په ډله ایز پړاو کې به ۱۲ لوبي ترسره شي او وروسته له هغه له هر ګروپ څخه دوه مخکښي لوبډلي پایلوبي ته لاره پیداکوي. دا په داسي حال کې ده چې هره لوبډله یوه لوبه په خپل کور او بله لوبه له کور دباندي تر سره کوي. هغه دوه لوبډلي چې تر ټولو ډیر پاینټونه لري، پایلوبي ته به لاره پیداکړي. د څلورو غورو لوبډلو په منځ کې هغه دوې لوبډلي چې پایلوبي ته لاره پیدانکړي، هغه دوې لوبډلي به د دریم مقام د ترلاسه کولو لپاره سره لوبه وکړي.
ددې فصل پرانستغونډه به د وږي په پنځمه نیټه تر سره شي او ددي فصل په لومړۍ لوبه کې به د شاهین آسمایې لوبډله د سیمرغ البرز په وړاندې خپل بخت وآزمایي. په ډله ایز پړاو کې به ددي لوبډلو تر منځ دا لومړۍ لوبه وي. د روشن افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۳ کال په پایلوبه کې شاهین آسمایې خپل اصلي سیال سیمرغ البرز ته ماتې ورکړه خو د ۱۳۹۴ کال په پسرلني ټورنمنټ کې د سیمرغ البرز لوبډلي د یوغښتلی دفاعی لیکي په درلودو سره وکولای شول د پینالټی په ضربو کی د۴-۰ په پایلي سره د شاهین آسمایې لوبډلي ته په ماتي ورکولو خپل غچ واخلي.
ددې فصل د ډله ایز پړاو ټولي لوبي د کابل په وخت دمازدیګر په ۴ بجې پیلیږي.
لوبي په ژوندۍ او ځانګړي ډول له طلوع او لمر ټلویزیونو او همدارنګه ارمان او اراکوزیا راډیوګانو څخه خپریږي. او همدارنګه کولای شي دا لوبي دافغانستان روشن غوره لیګ د یوټیوب په پاڼه هم وګورئ.www.youtube.com/afghanpremierleague