د افغانستان د ملي لوبډلې له لوبډلمشر ښاغلي فیصل شایسته سره ځانګړې مرکه

پوښتنه: د ملي لوبډلې د مشرۍ او هدایت په اړه څه احساس کوې؟ 

ځواب: ویاړم چې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشري کوم. موږ ځیني با استعداده ځوان لوبغاړي لرو، همدارنګه په لوبډله کې څو تجربه لرونکي لوبغاړي هم لوبه کوي نو په دې اساس ما ته د ویاړ ځای دی. 

پوښتنه: اوس چې تاسو لوبډلمشر یاست، ستاسو مسئولیتونه څومره توپیر لري؟ 

ځواب: د لوبې له ډګر څخه بهر د ډیر مسئولیت احساس کوم. ځوان لوبغاړي ما ته د لوبډلمشر په توګه ګوري او د همکاري تمه لري خو د لوبې د ډګر په منځ کې بیا دومره د مسئولیت احساس نه کوم ځکه باید خپلې لوبې ته زیاته پاملرنه وکړم او دا زما دنده هم ده. له میدان نه بهر له ځوانو لوبغاړو سره ډیر غږیږم، دوی ته وایم چې څنګه په توپ پسي منډه ووهي، څنګه پاس ورکړي خو د لوبې په جریان کې نه غواړم ورسره ډیر وغږیږم. باید دوی پریږدو چې د خپلې خوښې لوبه وکړي، ځکه دوی لا تر اوسه ځوانان دي او خدای مه کړه تر اضافي فشار لاندي را نه شي. 

پوښتنه: په تیره لوبه کې تاسو یو ډیر ښه ګول تر سره کړ، د هغه په اړه موږ ته ووایاست؟ 

ځواب: هو. زه دوهم ګول ته منتظر وم. کله چې مي توپ ولکې ته راغی یوازې د سیالې لوبډلې دروازه ساتونکی مي مخې ته راغی، ما هم ډیر فکر و نه کړ او کار مي تمام کړ. 

پوښتنه: تاسو د لوبې په اړه ډیر فکر نه کوئ، فقط له هغو چانسونو څخه چې تاسو ته راځي استفاده کوئ، آیا دا ستاسو طبیعي لوبه ده؟ 

ځواب: له هغو چانسونو څخه چې ما ته برابریږي غواړم په ښه پایله استفاده وکړم. هر وخت همداسې چانسونو ته شیبې شمارم. موږ یوه ډیره ښه لوبډله لرو، لوبه خپلو وروستیو شیبو ته رسوو، ځکه پوهیږو چې موږ په هره شیبه کې د ګول وهني وړتیا لرو. 

پوښتنه: د افغانستان د ننۍ او څو کالو مخکې ملي لوبډلې تر منځ څومره توپیر دی؟ 

ځواب: ټول شیان بدل شوي دي. زموږ د لوبې هر اړخ له مخکې څخه ډیر مسلکي شوی دی او دا د بریالیتوب پیل دی. 

پوښتنه: ستاسو روزونکي ویلي دي چې تاسو د هغه غوره لوبغاړو څخه یو یاست چې ده لیدلي دي، تاسو په دې اړه څه فکر کوئ؟ 

ځواب: دا ډیر ښه احساس ده کله چې ستاسو روزونکی ستاسو په اړه داسي څه ووایي. زه یوازې خپله دنده تر سره کوم او د خپل هیواد لپاره لوبه تر سره کوم. هر کله چې لوبه کوم غواړم په خپل ټول قوت سره لوبه وکړم. 

پوښتنه: په ملي لوبډله کې  د ځوانو لوبغاړو په اړه څه فکر کوئ؟ 

ځواب: موږ ډیر ځوان لوبغاړي لرو. تاسو امید پوپل زی ولید. همدارنګه موږ په خپله لوبډله کې د مصطفی ځاځي په څیر لوبغاړی لرو. باید دوی ته وخت ورکړو چې خپلې لوبې ته زیاته پاملرنه وکړي. 

ټاکل شوې ده افغانستان د سویلي آسیا د فوټبال د اتلولیو په پایلوبه کې له هند سره مخامخ شي. دا لوبه د مرغومې په ۱۳ مه نیټه د مازیګر په ۵:۳۰ بجو په ژوندۍ بڼه له لمر او طلوع ټلویزیونونو څخه مه هیروئ.