د افغانستان سړکونه تیره شپه په ۲۰۱۳ کال کې د آسیا د سهیل ختیځ د اتلولې په سیالیو کې د افغانستان د ملې ټیم د اتلولې د جشن شاهد ول. خلک تر نیمي شپې په خوشخالیو او نڅاوو بوخت ول. د غازي په استدیوم کې

د افغانستان د ملې ټیم لوبغاړو ته د ښه راغلاست ویلو څخه وروسته، د فوټبال مینه وال د افغانستان د فوټبال فدراسیون ته د عقابان هندوکش او د آباسین څپې د ټیمونو د لوبې لیدو ته ولاړل.

د افغانستان د مرکز استازې، عقابان هندوکش په خپل نفس د ځانګړي اعتماد په درلودو چې ۶ ورځې مخکې یې د میوند اتلان د ټیم په وړاندې د دوه پر یو پایلې سره بریالیتوب تر لاسه کړی و، لوبه يې پیل کړه. خو سهیل ختيځ ټیم، د آباسین څپې د احسان الله شیرزاد په سرمربې ګرې چې د ۱۹ کالو څخه ښکته لوبغاړو د ټیم سرمربې دی د آرام کولو له لحاظه په ښه وضعیت کې وه. هغوي دوه اونې مخکې د میوند ټیم ته د دوه پر صفر پایلې سره ماته ورکړي وه.
د نن ورځې بریالي ټیم خپل ځای په نیمه وروستې دوره کې جوت کړ.

د لوبې لومړۍ نیم ساعت په آرامې سره تیر شو پرته د آباسین څپې د ټیم د آزادې ضربه څخه چې د دي ټیم د مدافع عصمت الله علی زاده ۵ شمیره لوبغاړي لخوا ووهل شو او په افقې تیرک ولږید. بله پيښه د سر هغه ضربه وه چې د عقابان هندوکش د ټیم برید کوونکې لوبغاړي، انور اکبری ۱۱ شمیره ووهله او ګول نشو. دواړو ټمیونو د خطرناکو شیبو د رامنځته کولو توانایې نه درلوده.

په ۳۴مه دقه کې د عقابان د ټیم ۱۸مه شمیره لوبغاړي، فردین حکیمی تازه روح خپل ټیم ته ورکړه. هغه په ښي لور کې په ۱۶ مترې فاصله کې، توپ په خپل ښې پښه وهې چې د بشیر درمان د آباسین د ټیم د دروازه ساتونکي دروازه یې خلاصه کړه. حکیمې د خپل د ګول د لمانځنې لپاره د خپل سرمربې په غیږ کې ځای ونیوه.

درمان بیا اړ شو چې توپ د دروازه څخه راوباسي. عقابان هندوکش توپ د ټیمي حرکت سره تر پای کرښې ویووړ او مخ پر شا پاس يي د پنالټې سیمې ته د امید عظیمی ۴ شمیره لوبغاړي پښو ته ورساوه. هغه هم په خونسردې سره توپ د دروازه کین لور ته ولیږدوه.
د لوبې د پوره کولو لپاره په لومړې نیمه کې د عقابان د ټیم لوبغاړی، اکبری په ۴۲ دقه کې د توپ څخه پرته د یو حرکت سره د توپ خاوند شو او د یوې ضربې سره یي توپ د دروازه د کین لور نیمه ته ولیږدوه. د درمان لاس په توپ ولږید خو د توپ ضربه په پوره توګه درنه وه. د اکبرې دي ګول د هغه ټیم په لومړي نیمه کې ۳ پر ۰ مخ ته واچوه.

د عقابان د ټیم د ۵مه شمیره کپټان فرهاد پکتیاوال د ښې لارښونې سره، ښه دفاع يې د آباسین څپې د ټیم د مستقیم برید سره ترسره کړه. د لومړې نیمې په شان څه کم نیم ساعت وخت يې ونیوه چې د عقابان ټیم ګول ته ورسیږي. د عقابان تعویضې لوبغاړی، اسماعیل سالنګې ۱۹مه شمیره په یو برید کې په ۷۵مه  دقه کې ګول ته ورسید، دري دقې وروسته د دي ټیم دفاع محمد افشار ۱۴مه شمیره لوبغاړي څلورم ګول د درمان سره په یوازې او مخامخه شیبه کې ووهه.

په ۸۶مه دقه کې د آباسین د ټیم ۱۱مه شمیره برید کوونکي لوبغاړي، حشمت الله غزنوی د پنالټې د یوې ضربې سره یې یو کوچني ګول ته ځواب ورکړ او لوبه د یوې نه منلو وړ پایلې سره ۵ پر ۱ د عقابان هندوکش په ګټه پای ته ورسیده.

د دواړو ټیمونو لوبه د کابل د شاهین آسمایې د ټیم سره چې په هغې کې د ملي ټیم څلور لوبغاړي لوبه کوي، پاتې ده. د عقابان د لومړې لوبې د په پام کې نیولو څخه پرته دي ټیم د نیمه پایلې په پړاو کې خپل شتون جوت کړي دی. له بل اړخه د آباسین څپې ټیم، باید خپله وروستې لوبه په بریالیتوب سره پای ته ورسوي تر څو په غوره لیګ کې د شتون د ادامه شانس ترلاسه کړي.

تاسو کولاې شي د لوبې پوره ویډیو دلته ووینې.