وروسته له حیرانوونکي سیمه‏ییزو ټورنمنټونو څخه چې د افغانستان په ۸ سیمو کې د افغانستان روشن په غوره لیګ کې د شته ۸ لوبډلو لپاره د ۲۶ لوبغاړو د ټاکلو لپاره ترسره شول، اوس د لوبډلو خپل‏منځي لوبو ته نوبت رارسېدلی چې د هرې لوبډلې ۲۱ پایلني لوبغاړي وټاکل شي. دا د هغو ۲۶ لوبغاړو لپاره پایلنی ټسټ دی چې پخوا د افغانستان روشن غوره لیګ د لوبډلو لپاره ټاکل شوي دي.
طوفان هریرود په ۱۳۹۱ کال کې د افغانستان روشن غوره لیګ لومړنی اتل شو. د دې ویاړ د ترلاسه کولو وروسته، هغوی دوه ترخه کلونه وآزمایل څنګه چې هیڅکله ونه توانېدل چې د دې رقابتونو له ګروپي پړاو څخه مخته ولاړ شي. د دې لوبډلې په لړلیک کې د ۱۱ نویو څېرو شتون سره، د لوېدېځ استازي ته هیله زیاته شوې ده او د طوفان هریرود یو غوره لوبغاړی، رفیع بارکزی، بیاځلي لوبډلې ته راګرځېدلی دی.
د هغو لوبغاړو لپاره چې په دې ۸ لوبډلو کې یې د ګډون چانس موندلی، دا پیښه د هغوی په ژوند کې د عطف ټکي په شان ده. د افغانستان روشن غوره لیګ هغوی د پاملرنې لاندې راولي، او د هغوی د فوټبالي پیاوړتیا د ښکارولو او برملا کولو لپاره ډېر فرصتونه برابروي؛ هغه فرصتونه چې د هغوی د شخصي و مسلکي ژوند په وده کې ورسره مرسته کوي.
په دې کال کې، د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي او معاون یې د هغو لوبغاړو د کیفیت د لوړوالي په اړه چې د افغانستان روشن په غوره لیګ کې لوبېږي، خپله ژمنه اعلان کړې ده؛ هغوی به د غوره لیګ له پیاوړو لوبغاړو څخه؛ په ملي لوبډله کې د شتون لپاره بلنه وکړي. د افغانستان روشن غوره لیګ ټورنمنټ، د افغانستان ترټولو لوی فوټبالي پېښه، د ۱۳۹۴ کال د وږي په ۵ په لاره اچول کېږي.

د طوفان هریرود لړلیک:
محمد یما یحیی زاده ، محمد نوید مومن زاده ،  صفی الله قاسمی ، سید نوید نادم ، علی احمد یار زاده ، حیمد الله حبیبی ، محمد رفیع بارکزی ، علی شاه عزیزی ، رامز نورزی ، غلام یعقوب یعقوبی ، محمد سلیم نعیمی ، بشیر احمد آزادانی ، وزیر احمد شریفی ، عبد الحق تیموری ، حاجی رشید فیضی ، خلیل احمد خلیلی ، محمد نقیب آزادانی ، احمد فواد خادمی ،  محمد نبی اسحاق زی ، رحمت الله خیر خواه ، احمد شعیب صافی