د دي اونې دوهمه لوبه د شمال ختیځ ټیم، موجهای آمو او د لویدیځ ټیم، طوفان هریرود سره پيل شوه. د لیدونکو ځای د طوفان هریرود په ټیم کې د څلورو ملي اغوستونکو، معروف محمدی، رافی بارکزی، حمید الله کریمی او فرزاد عطایی د شتون لپاره چې د ملې ټیم په اتلولې کې د آسیا د سهیل ختیځ په لوبو کې یې ډیره ښه ونډه درلوده، د لیدونکو څخه ډک شوی وه.

د اتلولې د نوم مدعې، طوفان هریرود د خپل ټیم په لومړې لوبه کې د سپین غر بازان ټیم ته ۵ پر صفر ماته ورکړه، په داسې حال کې چې موجهای آمو خپله لومړې لوبه د سیمرغ البرز د ټیم سره د دوه پر دوه مساوي پایلې سره پای ته ورسوله. طوفان هریرود د موجهای آمو په پرتله د ښه ملاتړ سره دي لوبې ته دننه شو خو موجهای آمو هم هغه ټیم نه وه چې په آسانې سره بایلونکی اووسي.

دا د موجهای آمو ټیم وه چې لومړني شیبې یې ډیرې خطرناکې ښکاره کړې. د طوفان د ټیم دروازه ساتونکی، یما یحی زاده، ۲۱مه شمیره، دوه ضربې یي په ۹مه او ۱۸مه دقه کې ناسمه دفعه کړې چې د موج های آمو د ټیم لوبغاړي نه وه تر څو د ترلاسه شویو فرصتونو څخه ګټه واخلې. دا خطرناکه شیبې په ترتیب سره لعل پادشاه ۱۱مه شمیره او قسمت احمدی ۱۸ مه شمیره لوبغاړي په منظمه توګه د طوفان په دروازه رامنځته کړې.

په ۲۱مه دقه کې د طوفان د ټیم ۲۱مه شمیره هافبک، رامز نوروزی ښه پاس ترلاسه کړ او هغه يې د یوې دقیقې لیږدونې سره شپږ ګامه سیمې ته ولیږدوه. د برید لوبغاړي غلام رضا یعقوبی ۱۷ شمیره د یوې دوکې سره یې، فضا کریمی ته چمتو کړه او هغه هم دا توپ په ګول بدل کړ. د طوفان د ټیم د مینه والو ځای د خوښې څخه ډک شو.

طوفان هریرود په آرامې سره په ادامه کې د توپ کنټرول او مالکیت ترلاسه کړ او د یو وهل شوې ګول سره يې لوبې ته په ‌ډا‌ډمنه  توګه ادامه ورکوله.

لیدونکې د لوبې د آرام په وخت کې د ملي ټیم د لوبغاړو د سیالې د ډګر تر شا او خوا د نظم شاهد ول. ملي اغوستونکو دا کار مینه والو ته د درناوې په موخه ترسره کړ.

لوبه په دوهمه نیمه کې د شور او غوغا سره پيل شوه، دواړو ټیمونو خپل بریدکوونکې لوبغاړي ګول ته د رسیدو په موخه مخ ته واستول، په ۵۶مه دقه کې د موجهای آمو دروازه ساتونکي حزب الله دشتی، د طوفان د برید د کرښې لوبغاړي په یوازې او مخامخه شیبه کې د جریمې په سیمه کې نسکور کړ. څارونکې هم د ځنډ څخه پرته د پنالتې یوه ضربه د طوفان په ګټه اعلان کړه او بارکزی هم د دروازه ساتونکي د حرکت پر خلاف توپ د دروازه په ښي لور کې ځای پر ځای کړ.

د موجهای آمو منځنې کرښې د لوبې په ادامه کې ځان د اوبو او اور سره ووهه. خو د طوفان دفاع ډیر د خپرونې سره او ځانګړی عمل کاوه او ډیر ښه یې د موجهای آمو د ټیم موقیعتونه خنثی کړل. د طوفان دفاعې کرښې په ۸۲مه دقه کې د برید پر ضد لاس پورې کړ او کریمې یې د دشتې سره په یوازې او مخامخه شیبه کې پریښود او  هغه هم د خپل ټیم دریم او خپل دوهم ګول ترسره کړ.
د لوبې پوره ويډیو دلته ووینې.