طوفان هریرود خپل د بیرته راتګ لوبه د وروستې نیمې په پړاو کې د شاهین آسمایې په وړاندې د دوو ګولونو په وهلو سره پيل کړه.  طوفان د تګ لوبه د غلام رضا یعقوبې د ۱۲مې دقې ګولونو سره او په وروستیو دقو کې د حمید کریمې د پنالتې سره دوه پر صفره ویوړه. د ګول وهنې کمزورې د شاهین په ټیم کې د تګ په لوبه کې ډیره د لیدو وړ وه په داسې حال کې چې په تیرو لوبو کې یوازې څلور ځله په دي توانیدلې ول چې د سیال دروازه خلاصه کړې. د سیالیو فینال ته د رسیدو لپاره باید د یو پياوړې او زړور شاهین شاهد اووسو.

نوې شاهین نن ځان ښکاره کړ. د لوبې لومړنۍ ښه شانس په ۸مه دقه کې رامنځته شو کله چې سمیع محمدې د شاهین څخه د سیمې په ښې لور کې د یوې لیږدونې سره توپ ۱۸ ګامه سیمې ته ولیږدوه. د شاهین برید کوونکې لوبغاړې او د ګول وهنې ماشین، حشمت بارکزی د سر د یوې ضربې سره دا توپ په ګول بدل کړ. دي ګول د دوو لوبو د مجموع پایله په دوه پر یو پایلې بدله کړه. دا ګول یو ښه برید کوونکی پیل د شاهین لپاره و.

د نیمې په ادامه کې، ښکاریده چې طوفان هریرود ډیر په احتیاط سره لوبه کوي، د برید کولو په ځاې چې د دي ټیم ځانګړتیا وه هغوي د پایلې د ساتلو په فکر ول. په ۴۲مه دقه کې د طوفان د دروازه ساتونکې یوې خطرناکې تیروتنې د دي ټیم لپاره اوضاع لازیاته خرابه کړه. کله چې یحی زاده غوښتل د بارکزی شوټ چې د ۱۸ ګامه سیمې څخه وهل شوې وه خپل کړي، توپ د هغه د بدن له لاندې څخه دروازه ته دننه شو. یحی زاده د شرم څخه په ځمکه ولوید په داسې حال کې چې بارکزې د ډیرې خوشحالې نه خپل کمیس له ځانه ویست. یوازې یوه نیمه یې ونیوله چې شاهین وکولاې شي دوه خوړلې ګولونه په تګ په لوبه کې جبران کړي.

دوهمه نیمه یوه متعادله نیمه وه. خو ډیرۍ خطرناک موقیعتونه د شاهین ول. په ۶۱مه دقه کې د مصطفی افشار د سر ضربه چې د کارنر د یوې ضربې څخه تر لاسه شوه د دروازه په تیرک ولږید او هغه یو بل خطرناک موقیعت هم په ۷۰مه دقه کې رامنځته کړ. بلاخره په ۸۳مه دقه کې، یو ډیر ښه پاس د حشمت څخه د افشار په نصیب شو او هماغه شیبه پرته له کوم ځنډه د ۱۲ مترې فاصلې څخه خپل شوټ د یحی زاده د دروازه په لور ولیږه او د خپل ټیم دریم ګول یې هم ترسره کړ. دي ګول د شاهین د ټیم او د هغې د مینه والو لپاره خوښې له ځانه سره راوړې. د شاهین دفاع د لوبې پاتې ۷ دقې د اضافه وقتونو برسیره ډیر ښه مدیریت او کنټرول کړې.

د شاهین د دي درې پر صفر بریالیتوب سره او په مجموع کې د تګ او راتګ لوبې ( درې پر دوه) فینال ته لاره وموندله. طوفان هغه ټیم چې تر اوسه یې په خپل کارنامه کې کومه ماته نه درلوده ډیره ترخه ماته یې په نصیب شوه په داسې حال کې چې د هغوي ستوري درلودونکی مدافع درې ځلې تسلیم شو. په بله خوا کې شاهین د ښې روحیه سره د فینال سیالیو ته لاره وموندله. د شاهین سیال به د صبا د سیالې د ګټونکي څخه چې د عقابان هندوکش او سیمرغ البرز د ټیمونو په منځ کې ده وټاکل شي. دا لوبه به د غرمې وروسته ۰۲:۳۰ بجې د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې په لاره واچول شې. د دي دواړو ټیمونو د تګ د لوبې پایله دوه پر صفر د عقابان د ټیم په ګټه ده

د دي لوبې پوره ویډیو کولاې شي دلته ووینې: