په داسې یوه ورځ کې چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خلکو څخه ډک و، شاهین آسمایې او سیمرغ البرز د اتلولې د سریزې او د ۷۵۰۰۰۰ افغانې جایزې د ترلاسه کولو لپاره سره مخامخ شول.
شاهین په تیر کال کې حتې د سیالیو حذفې پړاو ته لاره نه وه موندلې خو په دي څپرکې کې د تازه لوبغاړو د شتون سره، لکه د ملې ټیم څخه څلور لوبغاړي، هغوي د سیالیو په ډله ایز پړاو کې ډیر ښه ښکاره شول او حتې د وروستې نیمې په پړاو کې، د اتلولې د سریزې مدافع ټیم، طوفان هریرود له مخه لرې کړ.
په بل اړخ کې، سیمرغ البرز په فینال کې د شتون تجربه درلوده چې په هغې لوبې کې یې لوبه ۲ پر ۱ د طوفان هریرود ټیم ته پریښوده. په دي لوبه کې د دي ټیم برید کوونکې لوبغاړې فیاض عزیزی د غوره ګول وهونکې د طلایې بوټ د ترلاسه کولو لپاره ستونزمنه سیالې به د نورو سیالانو سره ولري، سیمرغ غواړې چې سښ کال د ډک لاس سره کور ته ولاړ شي.ډیر فرصتونه په لومړې نیمه کې د شاهین په لاس کې ول په داسې توګه چې هغوي پرلپسې دا موقیعتونه له لاسه ورکول. په ۱۳مه دقه کې د امرالدین شریفې د سر ضربه د دروازه د تیرک څخه تیره شوه، دوه دقې وروسته د سیمرغ څخه د مصطفی رضایې شوټ د ۲۰ مترې څخه د شاهین د دروازه په تیرک ولږید او اوټ ته لاړه.په لومړې نیمه کې په ډیره عجیبه توګه د دروازه افقې تیرکونو دوه ځلې دروازه د ګول د خطر څخه وژغورلې. په ۲۳مه دقه کې، د حشمت بارکزی دروند شوټ د ۲۵ مترې فاصلې څخه د دروازه په تیرک ولږید او لس دقې وروسته د عبید حبیبی د سر ضربه هم چې د یوې آزادې ضربې څخه ترلاسه شو د دروازه په تیرک ولږید.لومړې نیمې هیڅ ګول له ځانه سره نه درلود.

که څه هم په دوهمې نیمه کې کیسې په پوره توګه بدلون وموند. سم ۶ دقې د لوبې څخه تیرې شوي، د شاهین د ټیم برید کوونکی لوبغاړې، مصطفی افشار د شاهین د ټیم دفاعې منځنې کرښه یې د فشار لاندې ونیوله په داسې توګه چې وتوانید توپ د هغه څخه واخلې او یو ښکلې عمقې پاس یې د مدافعانو شاته ولیږه. بارکزی په ډیر ښه ځای کې د توپ خاوند شو او ځان یې په یوې یوازې او مخامخه شیبه کې د دروازه ساتونکې سره ولید او د پښې د څنګ د ښکلې ضربه سره یې، د لوبې لومړۍ ګول ترسره کړ. د ګول د وهلو څخه وروسته هغه د شاهین د ټیم د لیدونکو په لور د خپل ګول د لمانځلو لپاره لاړ.سیمرغ په دوهمه نیمه کې لږ موقیعتونه رامنځته کړل. په ۷۷مه دقه کې د سیمرغ مینه وال کله چې کپټان ندیم په توپ د سر د یوې ضربې سره یې د شاهین مدافعان شاته پریښودل، د یو ګول په تمه ول چې د هغه شوټ دلږې فاصلې سره د دروازه د عمودې تیرک څخه تیر شو او هغوي ناهیلې کړل.

په ۸۰مه دقه کې، ښکایده چې کار د سیمرغ لپاره خلاص شوی، ځکه چې د دي ټیم مدافع سهیل حکیمې د شاهین لوبغاړي، افشار د پنالټې په سیمه کې نسکور کړ، داره د ځنډ پرته د پنالټې ټکې وښود. د بارکزی ضربه د سیمرغ دروازه ساتونکې، کوشانې په ډیره ښه توګه دفاع کړه او خپل ټیم یې د لسو نورو دقو لپاره هیله مند کړ. د دي توپ دفاع په ریښتیا ګټوره تمامه شوه، په ۹۰ مه دقه کې یو چیپ ښکلې پاس د مدافعانو تر شا د ټیم تعویضی برید کوونکې لوبغاړې د توپ خاوند، هغه چې یوه ښکلې تیښته د مدافعانو له شانه ترسره کړې وه د یوې ضربې سره یې د خپل ټیم مساوې ګول د ۹۰مې دقې په یوه دقه کې ووهه.لوبه اضافې وختونو ته لاړه.

سم   د لومړې ۱۵ دقو څخه د سیمرغ البرز دروازه ساتونکې او حشمت بارکزی تر منځ یو سخت غبرګون د شاهین په ګته د یوې پنالتې ضربه لامل شو. د دي ټیم تعویضې لوبغاړي، محمود آزاد دا توپ په ګول بدل کړ. د هغه ښکلې ضربه د دروازه د تیرک لاندې ولږیده او وروسته له هغې د دروازه دننه ولاړ.د پنالټې د ضربې د جبران لپاره چې په لومړې نیمه کې بارکزې له لاسه ورکړه، بارکزې د ښکلې پاس سره چې په عمقې سیمه کې یې تر لاسه کړه په ۱۰۴مه دقه کې د یو ښه شوټ سره د تړل شوې زاویه خپل دوهم ګول  او د خپل د  ټیم دریم ګول د سیمرغ د دروازه دننه کړ.دي ګول نور سیمرغ ته کار خلاص کړ.شاهین آسمایې ته د اتلولې د سریزې او نغدې جایزې د ترسره کولو لپاره مبارک وي!