شاهین آسمایي، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتل، د بنګلادېش محمدان لوبډلې پر وړاندې د ۱ – ۲ ماتې سره د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیواله جام نیمه‎پایلني پړاو ته د لارې موندنې چانس له لاسه ورکړ، دا سیالۍ د ۱۳۹۵ کال د کب په ۶ نېټه په لاره واچول شوه. 

شاهین د خپل ډله‎ییز پړاو لومړۍ سیالۍ کې د خپلو څرګنده وړتیاوو سربېره و نه شو کولای د بنګلادېش چېټاګونګ آباهاني لوبډلې پر وړاندې ښه پایله ترلاسه کړي او د ۱ – ۳ پایلې سره یې د دې لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړل. 

د ډله‎ییز پړاو دوهمې سیالۍ کې، شاهین وکولای شو د نېپال مونانګ مارشیانګډي پر وړاندې د یو غوره ۱ – ۳ پایلې سره نیمه‎پایلني پړاو ته د خپل صعود هیله ژوندې وساتي؛ که څه هم، د محمدان پر وړاندې ماتې سره یې دا هیله له‎منځه ولاړه. 

شاهین آسمایي د خپل ډله‎ییز پړاو دریمې سیالۍ کې ډېره غوره څرګنده شوه مګر د دې لوبډلې د لوبغاړو ستړیا د دې لامل شوه چې سیال لوبډله یې له فرصت څخه بشپړه ګټه پورته کړي. د دې دواړو لوبډلو اوږه په اوږه سیالۍ تر ۳۲ دقې پورې ډېره هیجانوونکې وه، تر هغو چې محمدان د لوبې لومړی ګول ترسره کړ او د شاهین آسمایي مورال یې ډېر زیات ټیټ کړ. 

څرنګه چې ۳۲ دقې ګول وروسته د شاهین آسمایي لوبه ډېره کمرنګه شوې وه، محمدان وکولای شو ۶۲ دقې د خپل دوهم ګول سره لا زیاته واکمنه شي. 

د شاهین آسمایي برید کوونکي، امرالدین شریفي وکولای شو په ۸۸ دقې یو ګول ترسره کړي خو دا ګول د شاهین له ماتې څخه د مخ‎نیوي لپاره کافي نه وو. 

شاهین آسمایي د یوې بریا او دوو ماتو سره و نه شو کولای د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیواله جام ډله‎ییز پړاو څخه وړاندې ولاړه شي. 

د دې سیالۍ د حساسو شېبو نندارې لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼه www.youtube.com/afghanpremierleague تعقیب کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ د تازه خبرونو لپاره د یاد لیګ رسمي وېب‎پاڼې www.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ. د خپل په‎زړه‎پورې لوبډلو او لوبغاړو انځورنو نندارې لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه Afghanpremierleague.official لایک کړئ!