«سیمرغ البرز» په پایلوبو کې د دوو پرله پسې ګدون څخه وروسته، د ۱۳۹۳ افغانستان روشن غوره لیګ اصلي ټورنمنټ کې حتا د یوې بریا په ترلاسه کولو بریالي نه شول. د دې لوبډلې کمزوري کړنې ته په کتو، ډیری کارپوهانو د نوروزي ټورنمنټ په پایلوبه کې د سیمرغ شتون لپاره د لږ چانس اټکل کړی وو.
د سیمرغ لوبډلمشر، منیرالحق ندیم، په خبرو کې وویل،« موږ ټول، پلویان، روزونکي، او موږ خپله د پروسږکال له پایلو څخه راضي نه وو، خو سږکال مو د ټورنمنټ له پیل څخه مخکې قسم وکړ ترڅو د تېر کال پایلې هېرې کړو او د دې سیالیو لپاره خپله ټوله هڅه په کار واچوو.»
«قادر توانا» - د سیمرغ د منځنۍ لیکې لوبغاړی – په ۱۳ دقیقه کې د خپل ګول سره سیمرغ مخ ته واچوه. دې ګول شین‏پوښان د لاډیر رواني فشار لاندې راوستل داسې چې هغوی د توپ په نیولو او پاس کولو کې دیرې غلطۍ کولې. په ۷۸ دقیقه کې د همدې غلطیانو په ترڅ کې، د آسماني‏پوښانو برېدګر، فهیم سوګند، په فرصت غوښتنې سره په دې ټورنمنټ کې خپل دوهم ګول ترسره کړ. له دې ګول سره، د سپینو غرو بازانو نور د البرز د افسانه‏یې غرونو د سیمرغ پر وړاندې د ویلو لپاره څه نه درلودل.
«رفیع بارکزي» په ۸۰ دقیقه کې یو له خوړل شویو ګولونو څخه جبران کړ خو نور د ختیځ‏مېشتو لپاره ناوخته شوې وه. د کوربه پلویان په خواشینۍ سره په خپل کور کې د شمالي‏ګانو د بریا د جشن شاهدان وو. د بازانو په حذف سره، د ۱۳۹۴ افغانستان روشن غوره لیګ نوروزي ټورنمنټ په پایلوبه کې به سیمرغ او شاهین د یو بل پر وړاندې ولوبېږي. دا لوبه د ۱۳۹۴ کال د کب په ۱ نېټه په لاره اچول کېږي.
پلویان کولای شي دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د «طلوع» او «لمر» ټلویزیونونو او «آرمان اف ام» او «آراکوزیا اف ام» راډیوګانو له لارې او همدارنګه په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان روشن غوره لیګ ځانګړیو سایټونو له لارې تعقیب کړئ.
وېب: https://www.afghanpremierleague.com
یوټیوب: https://www.youtube.com/afghanpremierleague
ټویټر: @AfPremierLeague
فېس‏بوک: @AfghanPremierLeague  
ګوګل پلاس: @AfghanPremierLeague  
اېنسټاگرام:  @AfghanPremierLeague