عقابان هندوکش د یو لازیاد ګول په درلودو سره د سیمرغ البرز په پرتله دي سیالیو ته پښه کیښوده. د تګ په لوبه کې، د عقابان برید کوونکې، اسیر، داسې یو ګول ترسره کړ چې د ډیرو کسانو په نظر د دي تورنمنټ غوره ګول وه. د لوبې په ۲۱مه دقه کې، هغه د سیمرغ پنځه مدافع شاته پریښودل او د یوې ښکلې ضربې سره یې خپل ګول ترسره کړ. د هغه هم ټیمې لوبغاړې سالنګې په ۴۵مه دقه کې خپل د ټیم دوهم ګول ترسره کړ. که څه هم په ۸۲مه دقه کې فیاض عزیزی، د سیمرغ برید کوونکي لوبغاړې خپل د ټیم یو خوړلې ګول د ۱۲ مترې فاصلې څخه د یو شوټ سره جبران کړ.سیمرغ البرز د عقابان په وړاندې د خپل دوه پر یو ماتې سره فینال ته د رسیدو لپاره د دوه لازیاتو ګولونو سره یو بریالیتوب ته اړتیا درلوده. تر شلمې دقې لوبه په آرامې د دواړو ټیمونو لپاره مخ ته تله چې دا ډول لوبه ډيرۍ د عقابان په ګټه وه. خو په ۲۱مه او ۲۶مه دقه کې د عقابان د لوبغاړو، مبین رسولې او محمد انور اکبری ضربې خطرناک موقیعتونه ول چې د عقابان لپاره رامنځته شول.

په ۲۷مه دقه کې، د سیمرغ برید کوونکې لوبغاړې او د ګول ښاغلی، فیاض عزیزې منځنې کرښې ته نژدې په ښې لور کې یو توپ ترلاسه کړ. وروسته هغه دا توپ د عقابان د دروازه په لور ولیږه، دي توپ د ډیر تعجب سره د عقابان د دروازه په کنج کې ځای ونیوه، لعلی د عقابان دروازه ساتونکي هر څومره چې هڅه وکړه وینشو کولاې چې د ګول کیدو څخه مخنیوې وکړي. اوس د دي دوو ټیمونو د لوبې پایله دوه پر دوه مساوي شوه.عزیزې په ۴۱مه دقه کې ته چې خپل دوهم ګول هم ترسره کړې خو د هغه تم ځایې ضربه د دفاعې دیوار څخه د تیریدو څخه وروسته، د دروازه ساتونکې لخوا په سختې سره دفاع شوه.سم لکه د تګ د لوبې په شان، دا د عقابان د ټیم چټک برید کوونکی، زمری وه چې په دوهمه نیمه کې یې د خپل ټیم ګول د سیمرغ دروازه ته دننه کړ. په حقیقت کې دا د زمری د هم ټیمې جمشید محمدی حرکت وه چې د یو ښکلې حرکت سره د څو مدافعو څخه په تیریدو سره یې تیار توپ د زمری لپاره برابر کړ، هغه هم چې په یو ښه موقیعت او ښه وخت کې شتون درلود د پښې د یو آسان حرکت سره د سیال دروازه خلاصه کړه.د دي ګول څخه ۱۵ دقې وروسته حالت د سیمرغ لپاره ستونزمن شو، بریالی وروسته له هغې چې یوه ضربه یې د زمرې په مخ ووهله او هغه په ځمکه ولوید، سور کارت یې ترلاسه کړ. خو د یو کس د نه شتون سره دا سیمرغ وه چې لوبې ته یې په سمه توګه ادامه ورکړه. په ۷۷مه دقه کې بیا هم ګول ته ورسیدل د عزیزې لیږدونه نصیب ته ورسیده او هغه هم هغه په ګول بدل کړ او د وهل شویو ګولونو مجموع په دوو لوبو کې درې پر درې شوه.لوبه په معمولې وخت کې د مساوې پایلې سره پای ته ورسیده او لوبه دوه ۱۵ دقه یې اضافه شوې وختونو ته وباسل شوه.

لوبه د اضافه وخت په لومړې نیمه کې ډیره حیرانونکې وه، د سیمرغ البرز برید کوونکې، امید خطیب زاده چې خطرناکه موقیعتونه یې رامنځته کړې وه په ۹۷مه دقه کې يې یوه ضربه د دروازه په تیرک ووهله. په ادامه کې سالنګې خپل زیړ کارت ترلاسه کړ او د لوبې څخه وویستل شو او دواړه ټیمونه لس کسیزه شول. په ۱۰۲مه دقه کې تم ځایې ضربه چې د عقابان د مدافع، طوطاخیل لخوا ووهل شوه د دروازه په عمودې تیرک ولږید او د دروازه له څنګه تیر شو.لوبه د اضافه وخت په دوهمه نیمه کې په آرامې سره پيل شوه، چې د لوبغاړو د لازیاد ستړیا سره وه. په ۱۱۹مه دقه کې، د عقابان کپټان، لیږدول شوې توپ په ۱۸ ګامه سیمه کې د فرهاد طوطاخیل په لاس ولږید. دا د عقابان لپاره یوه لویه بد شانسې وه. څارونکې د پنالتې ټکې وښوده او دا ضربه د عزیزې لخوا په ګول بدله شوه. دی لوبې دراماتیک پای درلود.
د ګولونو د مجموع د شمیر سره، سیمرغ البرز د ۴ پر ۳ پایلې سره د عقابان هندوکش د سر نه تیر شو او د شاهین آسمایې سیال په فینال کې شو. د فینال لوبه د اکتبر په ۱۱مه، د غرمې وروسته ۰۲:۳۰ بجې د فوتبال د فدارسیون په استدیوم کې په لاره اچول کیږي.