د افغانستان غوره لیګ د اتم څپرکې پرانېستنې مراسم نن، د ۱۳۹۸ د زمري ۲۹، د ماسپښین په ۴:۰۰ بجو د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره کیږي. د پرانستې مراسمو وروسته، د اتم څپرکې لومړۍ سیالۍ  په ډله ییز پړاو کي به د سیمرغ البرز او طوفان هریرود ټیمونو ترمینځ ترسره شي.

د پچې اچونې پر اساس، سیمرغ البرز او طوفان هریرود د دې سیالیو په «الف» ډلې کې، د موج های آمو او د میوند اتلان لوبډلو تر څنګ ځای لري. د دوه اتلولیو سره ، طوفان هریرود د غوره لیګ په تاریخ کې ښه ځای لري. د اووم فصل په وروستۍ سیالۍ کې ، طوفان هریرود خپل سیال شاهین آسمایي ته چي درې ځلې د لیګ اتلولۍ سرلیک ګټونکي و، د ۱ - ۰ په توپیر سره ماته ورکړه.

د طوفان هریرود مشر روزونکۍ، محمد یوسف مهندس زاده په یوې رسنېز کنفرانس که څرګنده کړه، "په کابل کې ټول لوبغاړي خپل منظم تمرینونه مخکي وړي، موږ پدې فصل کې هم د بریا لپاره هیله من یو". هغه زیاته کړه،"د تیر کال په پرتله ، د ټیم جوړښت کې د پام وړ بدلون مینځ ته راغلي، موږ د ځوان لوبغاړو سره پدې فصل کې ښې او زړه پوري لوبو وړاندي کولو ته چمتووالی لرو".

"د شمالي زون استازي د سږ کال سیالیو کې د قوي ترکیب او ډراماتیک بدلون سره بیرته کابل ته راستون شوی دي". د سیمرغ البرز مشر روزونکۍ، ښاغلي  عبدالحق فیضي رسنیو ته څرګنده کړه، هغه زیاته کړه،" موږ سږکال په ترکیب کې شاوخوا ۵۰ سلنه  بدلونونه راوړي دي، د سیمرغ البرز لوبغاړي هڅول شوي ځوانان دي او یو مختلف پیل به ولري.

 

د افغانستان غوره لیګ  ۱۳۹۸ کال د  پرانېستنې مراسم او همدارنګه د سیمرغ البرز او طوفان هریرود لوبډلو تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړه‎ پورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې   (Afghanpremierleague.official)کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې  (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي.