د افغانستان غوره لیګ د ډله‎ییز پړاو په دوهمې اونۍ کې، د هېواد شمال زون استازې، سیمرغ البرز د اباسین څپې پر وړاندې ځي. دا سیالۍ نن، د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۲۲ نېټه د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. 

دا سیالۍ، د ډله‎ییز پړاو د «ب» ډلې دوهمه سیالۍ ده. 

د اباسین څپې لوبډلې لپاره چې په پنځم څپرکې کې د خپل نیمګړتیاوو په اړه د خپل پلویانو باور ته بدلون ورکړي، دا سیالۍ ډېر د ارزښت وړ ده او د اباسین څپې هڅه کوي تر څو بریا ترلاسه کړي. د افغانستان غوره لیګ په شپږم څپرکې کې، د اباسین څپې و نه شو کولای کومه د پام وړ بریا ترلاسه کړي او په ډله‎ییز پړاو کې تم شو. 

دا په داسې حال کې ده چې، سږ کال د افغانستان غوره لیګ په شپږم څپرکې کې د اباسین څپې د خپلې لوبډلې په ترکیب کې تکړه ځوانان ګومارلي ترڅو وکولای شي د ډله‎ییز پړاو څخه وړاندې ولاړ شي. 

سیمرغ البرز، د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲ کال دویم مقام ګټونکې، و نه شو کولای د پنځم څپرکې پایلني پړاو ته لاره ومومي؛ څرنګه چې د شاهین آسمایي پر وړاندې د ۱۰ – ۳ بې‎څارې پایلې سره یې په نیمه‎پایلني پړاو کې ماتې وخوړل مګر وروسته له هغه یې د موج‎های آمو لوبډلې ته ماتې ورکړه او دریم مقام یې خپل کړ. 

تاج محمد خداداد، د سیمرغ البرز مدیر وویل: «څرنګه چې موږ وړاندې له دې نه هم د افغانستان غوره لیګ په تاریخ کې ځینې سرلیکونه ترلاسه کړي؛ سږ کال هم ډاډه یو چې د پام وړ لاسته راوړنې به ولرو. د سیمرغ البرز لوبډلې د هېواد له شمال زون څخه تکړه لوبغاړي په خپل ترکیب کې زیات کړي. د بریالي پرمختګ لپاره، موږ د تېر کال په پرتله، د خپلې لوبډلې په ترکیب کې څه نا څه ۷۰ سلنه بدلونونه راوېستي». حشمت الله شایق، قدیر توانا، نسیم مرادي، او حکمت الله مرادي د دې لوبډلې ځینې نامتو څېرې دي. 

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسو کولای شئ په آنلاین توګه دا سیالۍ د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې څخه هم تعقیب کړئ. د دې سیالیو د غوره شېبو کلیپونو نندارې لپاره د غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تازه انځورونو نندارې لپاره (Afghanpremierleague.official) اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ. د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.