بریالی صافی د سیمرغ البرز ټیم د ښي لور دفاع (۲ شمیره) مونږ ته وویلې چې " که مونږ لوبه وبایلو، نور نشو کولای مزار شریف ته بیرته لاړ شو". د هغه ملګرو د خپګان له مخې د خنداوو سره د هغه د دي ویناوو په وړاندې غبرګون وښود. خو دي حقیقت درولود. د دي ټیم ۱۹ شمیره برید کوونکې لوبغاړی اشاره وکړه چې " ټول د دي لپاره چې په لومړي لوبه کې بریالې نه شوو له مونږ نه خپه دي، زمونږ ملګري په فیس بوک کې زمونږ شا نه خوشې کوي خو تر ټولو څخه زیاد، مونږ د خپل ځانه خپه یو".

دي ټیم د تیر کال د غوره لیګ په سیالیو کې ‌ډیره ښه کړنه نندارې ته وړاندې کړه په دي توګه چې د فینال په لوبه کې دوه پر یو د طوفان هریرود په وړاندې یې ماته وخوړه او دوهم ځای یې ترلاسه کړ. دا ټیم د ۵ ولایتونو د لوبغاړو څخه، بلخ، فاریاب، جوزجان، سمنګان، او د سر پل څخه رامنځته شوی ـ له دي سره چې د تیر کال د فینال د لوبغاړو څخه یوازی ۶ کسو په دي ډله کې شتون درلود دا ټیم ډیره هیله اتلولې ته لري. طیب د دي ټیم لوبغاړې په دي اړه مونږ ته وویلې چې " مونږ د هغه لوبغاړو استازې یو چې له مونږ سره یې ملګرتیا ونکړه".

د همدې لپاره، د سیمرغ البرز دوه پر دوه مساوي لوبه د افغانستان د شمال ختیځ ټیم سره، موجهای آمو، د ۲۰۱۳ څپرکې په لومړي لوبه کې یوه ترخه خاطره وه. سیمرغ البرز دوه ځلې د یو پر صفر پایلې او دوه پر یو د لوبې په لړ کې د موجهای آمو څخه مخکې شو په داسې حال کې چې په ۸۳ دقه کې، د موجهای آمو په ګټه نیول شوي پنالتې، د دي ټیم لپاره د مساوي کیدو فرصت برابر کړ. د سیمرغ لوبغاړي په دي باور دي چې د هغوي ځیرنه په لومړې لوبې ډیره لږه وه، د مثال په توګه، د دي ټیم کپټان، منیر الحق (۱۰ شمیره) یوازی ۵ ورځې لوبې ته پاتې شوي چې واده یې وکړ.

د ټیم ټول غړي پوهیږی چی هغوي باید د دي اونې د پنج شنبه د ورځې د لوبې لپاره د ختیځ ټیم سره، د سپین غر بازان په پوره توګه خپل چمتوالی ونیسې. د لوبې پيل د مازدیګر په ۴ بجو ده دا یوه حساسه لوبه د دواړو ټیمونو لپاره ده. د سپین غر بازان ټیم خپله لومړي لوبه د اتلولې د نوم مدافع، طوفان هریرود ته سپارلې وه. دا لوبه د طلوع، لمر ټلویزیونونو او د آرمان او آراکوزیا او د یوتوب څخه په ژوندې بڼه خپریږي.

د نورو ټیمونو د لوبغاړو په شان، د سیمرغ البرز ځوان نارینه وو، په مدارسو کې لوستونه، د خپل کورنې تر څنګ د اوسیدو شیبې، او حتی خپل کارونه یی نیمګړي پریښې او د سیالیو لپاره کابل ته راغلې دي. د پيسو انګیزه نه ده. دا جمله " کومې پيسې" د غوره لیګ د لوبغاړو او په پوره توګه د افغانستان د لوبغاړو په منځ کې ډیر دود لري. د سیمرغ البرز ۷ شمیره لوبغاړی، محمد حسین، منځنی مدافع چې د تیر کال د فینال په لوبه کې یې خپل د ټیم یوازینی ګول ترسره کړی وه، مونږ ته وویلې چې " مونږ خپل د میني لپاره د فوټبال لوبه کوو". په داسې حال کې چې طیب د محمد حسین د خبرې په غبرګون وویلې، " د همدې لپاره ده چې دنده نلري". او دا د افغانستان د فوټبال د لوبغاړو په منځ کې تل پاتې ستونزه ده، یا د فوټبال اوږد مهاله دوام یا د دندې او مالې امنیت قربانې کول.

خو دا د بل مکان او زمان لپاره پوښتنه ده، اوس مهال د دي لوبغاړو په سر کې یوازې یو فکر دی. د پنجشنبې په لوبه کې بریالیتوب.