د ریال مادرید لوبډلې خپل پخوانی روزونکی رافایل بینیټز هغه مهال له دندې ګوښه کړ چې دا لوبډله د لالیګا د جدول په سر سر کې له خپل سیال اتلیتیکو مادرید څخه څلور نمرې شاته پاتې شوه. په همدې حال کې بیا زین الدین زیدان د لوبډلې د نوي روزونکي په توګه رسنیو ته ور وپیژندل شو.

وروسته له هغه چې د اسپانیا د کورني فوټبال ۳۲ ځله اتلې لوبډلې په  همدې سیالیو کې له والینسیا سره خپله لوبه د ۲-۲ په پایلې سره مساوي کړه، د لوبډلې عامل بورډ د دوشنبي د ورځې په ناسته کې پریکړه وکړه چې زین الدین زیدان د بینیټز د ځای ناستي په توګه لوبډلې ته ور وپیژني.

زین الدین زیدان چې له دې مخکي يې د ریال مادرید د ب لوبډلې روزنه په غاړه وه اوسمهال ورته د ریال د اصلي لوبډلې د روزنې د چارو واګې په لاس ورکړل شوې دي.

که څه هم ریال مادرید په اسانۍ وکولای شول چې د اروپا د اتلانو د لیګ په ګروپي سیالیو کې د ۱۹ ټولیزو ګولونو په وهلو سره له خپلو شپږو سیالیو څخه پنځه هغه يې وګټي ځو دې لوبډلې د اسپانیا په کورنیو فوټبال سیالیو "کوپا ډیل ري" کې داسي لوبغاړي ته د لوبولو موکه ورکړه چې له قانوني اړخه يې د لوبې اجازه نه درلوده، دې چارې د فوټبال په نړۍ کې یاده لوبډله له سخت خجالت سره مخ کړه. 

له ریال څخه د بینیټز د وتلو موضوع هغه وخت توده شوه چې دې لوبډلې د خپلې سرسختې سیالې بارسلونا په وړاندې د ۴-۰ په پایلې سره ماته وخوړه او اوس د لالیګا د نمرو په جدول کې په دریم مقام کې ځای لري.

د لیورپول او ناپولي پخواني مدیر که څه هم د مالمو او رایو والکانو په وړاندې د ۸-۰ او ۱۰-۲ بریاوې ولمانځلې خو ویلا ریال ته ماتې او له والینسیا سره د لوبې مساوي پایلو د نوموړي د دندې په له لاسه تللو کې مهمه ونډه درلوده.