زهرا حسن زاده په ۱۳۷۴ کال هـ ل کال کې د ایران په تهران کې زیږیدلې ده. د دې کورنۍ د کورنیو جګړو پر مهال له هیواد څخه کډه شوې او پوره ۱۷ کاله يي د کډوالۍ ژوند تیر کړی دی. کله چې زهرا ۹ کلنه وه د دې کورنۍ له کډوالۍ څخه بیرته هیواد ته راستنه او د مزار شریف په ښار کې استوګنه شوه.
زهرا په مزار شریف ښار کې د میرولي له عالي لیسې څخه فارغه شوې ده او د کانکور په سخته آزموینه کې په دې بریالۍ شوه تر څو د کابل پوهنتون ته لاره پیدا کړي. دا وايي: "د ښوونځي په دوره کې مې په ریاضي او ساینسي مضامینو کې خاص استعداد درلود نو له دې کبله مې تل غوښتل چې اقتصاد ووایم، زما د ژوند لویه هیله هغه وخت پوره شوه کله چې مي د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ته لاره پیدا کړه".
دې په ۱۴ کلنۍ کې د بلخ ولایت د صحت عامې د فوټبال کلب لپاره لوبه پیل کړه او په دې کلب کې د غړیتوب پر مهال په ډیرو زیاتو سیالیو کې ښه وځلیده او ډیری وخت به يي د کلب په کورنیو لوبو کې د لوبې د غوره لوبغاړې جایزه تر لاسه کوله. دوه کاله مخکې دا د بلخ د نجونو ولایتي لوبډلې ته انتخاب شوه او تر اوسمهاله د دې لوبډلې مشرتوب کوي.
زهرا په ملي لوبډله کې د تمرین چانس هم تر لاسه کړ خو له بده مرغه تیر ژمی دې د اپنډکس عملیات تر سره کړ چې په پایله کې دې ونشو کولای له ملي لوبډلي سره خپلو تمریناتو ته ادامه ورکړي او یوازي یوه میاشت يي د ملي لوبډلې په کمپ کې تیره کړه. دا وايی چې: "زه خپلو سختو تمریناتو ته ادامه ورکوم او هیله لرم چې یو ځل بیا له ملي لوبډلې سره یو ځای شم".
په تیرو څو میاشتو کې دې څو ځلي د بلخ ولایت ته سفر کړی ده تر څو د بلخ د لوبډلې د لوبډلمشرې په توګه خپله لوبډله د افغانستان روشن غوره لیګ سیالیو ته چمتو کړي.
زهرا په شل کلنۍ کې لا د پوهنتون د دویم کال زده کړیاله ده او د خپل ژوند هدفونه يي کاملاً معلوم دي. دا په ډیر جرئت سره د خپلو هیلو په اړه غږیږي او وايي هیله منده ده تر څو یوه ورځ د افغانستان د نجونو د ملي لوبډلې د روزونکې په توګه دنده تر سره کړي او همدارنګه د افغانستان له ماليي وزارت سره هم همکاري ولري. که څه هم دا هیلې یو څه لوړې ښکاريږي خو دا بیا د دې هدفونو د تر لاسه کولو لپاره ښکاره پلانونه لري او هیله لري چې په خپل ژوند کې د زیار او تعادل په لرلو سره خپلو هیلو ته ورسیږي.
د دې اهدافو تر لاسه کول د نړۍ په هر ګوټ کې سخته خبره ده خو په افغانستان غوندې هیواد کې بیا له هغه څخه هم ډیره مشکل کار ده. د زهرا غوندې یوې نجلۍ ته دا دلاورۍ او زړه ورتوب آخري نښه ده چې دا له کورنۍ څخه لیري هم د پوهنتون په لیلیه کې ژوند کوي او له بلې خوا نورو نجونو ته د فوټبال روزنه ورکوي. زهرا په خپلو خبرو کې زیاتوي چې: "تر دې ځایه زما سفر له کړاوونو څخه ډک وو خو ځان ډیره نیکمرغه بولم چې زما کورنۍ تل زما ملاتړ کړی دی". زهرا دوه وروڼه لري چې هغوی هم د فوټبال لوبغاړي دي او همدارنګه د زهرا له فوټبال څخه ملاتړ کوي. دا زیاتوي چې: "دوی ته په ژوند او سپورټ کې زه د یوې اتلې حیثیت لرم. غواړم د خپلو نورو همزولو لپاره هم همدا کردار ادا کړم".