د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ ۱۸- «د افغانستان د فوټبال فډراسیون (AFF)»، «روشن»– په افغانستان کې مخکښ مخابراتي شرکت – او «موبي ګروپ»– د افغانستان ترټولو سترهرسنیزه ډله، په ویاړ سره اعلان کوي چې د روشن شرکت به لا هم د افغانستان روشن د غوره لیګ د ملاتړي په توګه پاتې شي.

د «۱۳۹۳ افغانستان روشن غوره لیګ» د هغو ځوانو فوټبالېسټانو لپاره د افغانانو د شورماشور شاهد وو چې د افغانستان له ګوډګوډ څخه فوټبال سره د مینې او لېوالتیا لپاره، د افغانستان روشن د ارزښمن غوره لیګ د اتلولۍسرلیک د ګټلو لپاره، له یوبل سره په سیالۍ بوخت شول. د افغانستان د بازارموندنې او مدیریت د سلاکارانو د شمېرو پر بنسټ په ۱۳۹۳ کال کې، لږ تر لږه د افغانستان ۵۲.۶ سلنه خلک (۱۳.۵ میلیون کسان) د شاهین آسمایي د بیا اتلولۍ شاهدان ول.

کریم خوجه، د روشن شرکت اجرائیه رئیسوویل: «په افغانستان کې د مخکښ مخابراتي شرکت په توګه، موږ ویاړو چې د افغانستان روشنغوره لیګ څخه زموږ ملاتړ توانېدلی دی چې د ملي یووالي او غرور د چغې پورته کولو لپاره د ټولنې ټول وګړي سره یوځای کړو. همدارنګه د یوه ټولنیز شرکت په توګه، ډېر خوشاله یو چې د «افغانستان روشن غوره لیګ» څخه زموږ ملاتړ، دا لیګ د افغانستان له ګوډ ګوډ څخه د ځوانو فوټبالیسټانو د را غونډېدو په ترټولو مهم لیګ بدل کړی؛ هغوی کولی شي د فوټبال سره د مینې لپاره د یوبل سره سیالي وکړي او د هېواد د ننه او بهر کې زموږ ویاړلي استازي ووسي. د غوره لیګ د سرلیک ملاتړتوب د دریو کلونو لپاره اوږدونه، د افغانستان د ودې، د ځوانانولپاره د فرصتونو برابرول، چې زموږ د هېواد ډیری نفوس جوړوي، او په فوټبال او نورو برخو کې د دې ملت مخ پر ودې حرکت سره زموږ د مرستې د دوامدارې ژمنې ښکارندویدي.»

د افغانستان د فوټبال فډراسیون رییس، کرام الدین کریم، زیاته کړه: «دا فډراسیون ډېر خوشاله دی چې روشن توانېدلی چې یو ځل بیا د افغانستان روشن غوره لیګ د سرلیک ملاتړی شي. دې شرکت ښودلې ده چې ډېر پام یې یوازې په شبکه‏اي خدمتونو باندې نه ده؛ همدارنګه هغوی د خلکو د اړیکو لپاره د بېلابېلو لارو د رامنځته کولو او په افغانستان کې ترټولو سترې ساتېرۍ بڼې د ملاتړ په هڅه کې دي. موږ د افغانانو ترمنځ د یووالي د دوام لپاره په خپل ګران هېواد کې خپلې همکاري ته دوام ورکوو.»

شفیق ګوهري،د موبي ګروپ اجرائیه رئیس او د افغانستان روشن غوره لیګ کمېشنر، د خپلوخبرو په ترڅ کې وویل: «د روشن شرکت سره زموږ پیاوړی دوام زموږ د اوسني بریالیتوبونو د کامیابیو راز او د افغانستان روشن غوره لیګ د ودې لامل دی چې بیاځلي د فوټبال او ورزش لپاره د افغانانو د شور او شوق ښکارندویي کوي. د دې لپاره د روشن له شرکت څخه د هغوی د بې‏ساري ملاتړ لپاره له هغوی څخه مننه کوو. موږ د فوټبال له لارې د سولې، یووالي، او د روغ ژوند د چلند خپرولو ته دوام ورکوو.»


د افغانستان روشن غوره لیګ په اړه:

د ۱۳۹۴ افغانستان روشن غوره لیګ نوروزي ټورنمنټپه پیل سره، د فوټبال مسلکي لیګ څلورم څپرکی پیلېږي. دا لیګ په پوره توګه د «فیفا» او د «آسیا د فوټبال کنفډراسیون» له لارې ملاتړ کیږي. د لوبې ټول قوانین او قاعدې د «فیفا» او د «آسیا د فوټبال کنفډراسیون» سره سمون لري. «د افغانستان روشن غوره لیګ» ټولې لوبې په ژوندۍ بڼه د «طلوع» او «لمر» ټلویزیونونو او همدارنګه د «آرمان اف ام» او «آراکوزیا» راډیوګانو له لارې خپریږي. دا لوبې په کیبلي ټلویزیونونو او په آنلاین بڼه هم خپرېږي. د دې سیالیو د څارلو لپاره د افغانستان غوره لیګ سایټ www.AfghanPremierLeague.com ته مراجعه وکړئ!

د روشن مخابراتي شرکت په اړه:

د دې لوبو د پیل څخه،روشن په انحصاري ډول د افغانستان روشن غوره لیګ د سرلیک رسمي ملاتړکوونکی دی. «روشن»(د افغانستان د مخابراتي ودې شرکت)، په افغانستان کې مخکښ مخابراتي شرکت چې له ۶.۵ میلیونو څخه ډیر فعاله ګډون‏کوونکي لري. دا شرکت یوه شبکه ده چې د هېواد څه د پاسه ۲۸۷ ولسوالۍ او ښارونه یې په ۳۴ ولایتونو کې د پوښښ لاندې راوستي دي. «روشن»، د افغانستان د بریالیتوب یوه رښتینې کیسه ده چې د اقتصاد د ودې او د هېواد په اوږدمهاله پرمختګ کې یې د یو لامل په توګه مرسته کړې ده. د دې شرکت د فعالیتونو د پیل څخه په ۱۳۸۲ کال کې، روشن څه د پاسه ۶۰۰ میلیون ډالره په افغانستان کې پانګه اچونه کړې ده او په هېواد کې ترټولو ستر پانګه اچوونکی او مالیه ورکوونکی شرکت ګڼل کیږي چې په یوازې توګه د افغانستان د دولت کابو ۵ سلنه منځنی (داخلي) عایدات جوړوي. د ۱۱۰۰ کسانو څخه زیات، په مستقیمه توګه د روشن مخابراتي شرکت سره کار کوي چې ۱۹ سلنه یې ښځې جوړوي او همدارنګه دې شرکت ۳۰۰۰۰ کسانو ته په غیرمستقیمه توګه د کارکولو لاره هواره کړې ده.روشن په ژوره توګه د افغانستان د ودې او بیارغونې لپاره ژمن دی. د اقتصادي ودې لپاره د آغاخان صندوق (AKFED)، د آغاخان د پراختیایي شبکې یوه برخه (AKDN)، د روشن ترټولو لوی لېکمن (سهم‏لرونکی) دی چې د نړۍ په وده کوونکي (د ودې په حال) هېوادونو کې خصوصي نوښتونو (ابتکار) او د باثباته او ګټه‎ور شرکتونو جوړولو ته وده ورکوي. د دې شرکت د څښتنتوب یوه برخه د موناکو نړیوال مخابراتي شرکت (MTI) او ټیلیا سونرا په لاس کې ده. روشن نړیوال تخصص هېواد ته راوړی دی، او د افغانستان د خلکو لپاره د شبکې د کیفیت ترټولو لوړو معیارونو او پوښښ ته ژمن دی.

د افغانستان د فوټبال فډراسیوان په اړه (AFF):

«د افغانستان روشن غوره لیګ» د افغانستان د فوټبال فډراسیون تر مالکیت لاندې دی. دا فډراسیوان په هېواد کې د فوټبال د ورزشيکرښې (برخې) د اداره کولو مسؤل دی، چې په ۱۳۲۷ کال کې د فیفا غړی شو. د افغانستان د فوټبال فډراسیون یو غیر دولتي بنسټ دی چې خپل فعالیتونه یې د ۱۳۰۰ هجري لمریز کال راپه دې خوا پیل کړي دي. دا فډراسیون یو غیرانتفاعي بنسټ دی چې د داسې یوې فضا د جوړولو غوښتونکی دی چې د فوټبال لېوال کسان وکولای شي د فوټبال پراخې ټولنې سره وتړل شي او د هغې یوه برخه ووسي. دا فډراسیون د ټورنمنټونو، لیګونو او د جامونو له لارې په افغانستان کې د فوټبال څو ډول (فوټبال، ساحلي فوټبال، فوټسال، د سړک فوټبال او داسې نورو لپاره) بېلابېل ښوونیز کورسونه په لاره اچوي. «د افغانستان د فوټبال فډراسیون» د «فوټبال نړیوال فډراسیون(فیفا)» له خوا په رسمیت پېژندل شوی دی او کارکوونکي یې له مسلکي پلوه د فیفا او د «افغانستان د فوټبال فډراسیون» له خوا منل شوي دي.

د موبي ګروپ په اړه:

«موبي ګروپ» د محسني کورنۍ له خوا پرانیستل شوی دی. دې شرکت خپل کارونه په ۱۳۸۱ کال (په افغانستان کې له جګړې څخه وروسته) د لومړنۍ خصوصي راډیویي شبکې یعنې آرمان اف ام په لاره اچونې سره پیل کړل. له هغه نه وروسته، دې ډلې په یو مخکښ رسنیز او تفریحي شرکت بدلون وموند، څنګه چې د ۱۰۰۰ کارکوونکو څخه زیات کسان یې په ۱۷ بېلابېلو سوداګریزو برخو او ۷ بازارونو کې په کار ګومارلي دي. د دې شرکت مرکزي دفتر په دبی اسټوډیو سیټي کې دی او څه د پاسه ۳۰۰ میلیونه کسان له مرکزي آسیا څخه د آفریقا تر شمال پورې د دې ډلې د خدمتونو د پوښښ لاندې دي. موبي ګروپ د جوړیدو څخه تراوسه، په پرمختللي، د پرمختګ په حال کې، او د دریمې نړۍ په بازارونو کې د رسنیزو دندو او کِسبونو په جوړولو کې بې‏ساري مهارتونه او تخصصونه لاس ته راوړي دي. د موبي ګروپ تګلاره (استراتیژي) دا ده چې په اوسنیو بازارونو کې بریالیتوب تر لاسه کړي، نوي فرصتونه پیدا کړي. په دې تګلاره کې هغه بازارونه چې د ډېرې مودې په بهیر کې ورته پام نه دی شوی، د ودې په حال کې دي، او یا هم په ناکاره توګه اداره کیږي، پېژاندل کېږي. همدارنګه دا ډله د نویو نوښتونو څخه په ګټې اخېستنې سره د آنلاین او ډیجیټل خپرونو له لارې «سیمه‏ییز او نړیوالې» کچې ته د خپل پوښښسیمو ته د ودې ورکولو په هڅه کې دی.

خپلې پوښتنې له لاندې لارې څخه له موږ سره شریکې کړئ:

د افغانستان روشن غوره لیګ:

ناصر احمدزی: د عامه اړیکو مدیر

دفتر:۹۳۷۸۰۳۸۹۱۷۲+

ایمېل: [email protected]

www.afghanpremierleague.com

د روشن مخابراتي شرکت:

شفیع شریفي- د عامه اړیکو مدیر

دفتر: ۹۳۷۹۹۹۹۹۰۶۵+

ایمېل:[email protected]

د افغانستان د فوټبال فډراسیون:

سید علي رضا آغازاده – عمومي رئیس (دبیر کُل)

دفتر: ۹۳۷۹۸۸۹۸۸۹۸+

ایمېل: [email protected]

هیله کېږي چې په انګلیسي ژبې، د رسنیزې بیانیې د ډانلوډولو لپاره، دا ځای کېکاږئ.

هیله کېږي چې په دري ژبې، د رسنیزې بیانیې د ډانلوډولو لپاره، دا ځای کېکاږئ.

هیله کېږي چې په پښتو ژبې، د رسنیزې بیانیې د ډانلوډولو لپاره، دا ځای کېکاږئ.