شاهین آسمایی، د افغانستان غوره لیګ پنځم څپرکې اتل د شپږم څپرکې په نیمهپایلني پړاو په لومړې سیالۍ کې د سیمرغ البرز، د پنځم څپرکې دریم مقام ګټونکې لوبډلې پر وړاندې لوبېږي. دا د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنې دوهپلوه سیالۍ ده چې نن د ۱۳۹۶ کال د تلې په ۲۰ نېټه له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون کې په لاره اچول کېږي.
په پرلپسې توګه، شاهین آسمایی د دوهم ځل لپاره په نیمهپایلني پړاو کې د سیمرغ البرز پر وړاندې لوبېږي. تېر کال، شاهین خپل سیال ته د ۱۰ – ۳ پایلې سره ماتې ورکړه.
د افغانستان فوټبال په تاریخ کې د لومړني ځل لپاره، د غوره لیګ سیالۍ د شپې لهخوا په لاره اچول کېږي. په اسټیدیوم کې د نصب شوي څراغونه سره اوس د لازیاتو مینهوالو لپاره د فوټبال د نندارې امکان برابر شوی؛ څرنګه چې د فوټبال زیاتره مینهوال د ورځې لهخوا د کور او دفتر په کارونو کې بوخت وي، اوس کولای شي د افغانستان غوره لیګ سیالۍ د شپې لهخوا ننداره کړي.
ضیاء آریا، د افغانستان غوره لیګ مرستیال کمېشنر وویل: «غوره لیګ د افغانستان فوټبال په ودې کې ډېره اړینه ونډه ادا کړې. لیګ د ملي یووالې په ټینګښت کې ډېر د پام وړ سهم ادا کړی.» هغوی زیاته کړه: «د نورو لاستهراوړنو سربېره، اوس د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې، د غوره لیګ شپږم څپرکې سیالۍ د شپې لهخوا په لاره اچول کېږي. اوس ټولې سیالۍ له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو پیل او په ۰۸:۰۰ بجو پای ته رسېږي.
شاهین آسمایي د «الف» ډلې څخه د شپږو امتیازونو درلودو سره د خپلې ډلې په نوملړ کې تر ټولو پورته راغی او نیمهپایلني پړاو ته یې لاره وموندل. شاهین په ډلهییز پړاو کې د ۴ – ۳ او ۲ – ۰ پایلې سره د سپینغر بازان او موجهای آمو لوبډلو ته ماتې ورکړه مګر یو ځل یې د ۰ – ۲ پایلې سره عقابان هندوکش ته وبایلل.
مجتبی فیضُ د شاهین آسمایی روزونکي وویل: «موږ د شاهین په وړتیاوو باور لرو او ډاډه یو چې په دواړو تګ راتګ سیالیو کې خپل سیال ته ماتې ورکوي. زموږ لوبغاړي دې څپرکې کې هم په بشپړه توګه چمتو او د اتلولۍ سرلیک د ګټنې وړتیا لري.
بلې خوا ته، د «ب» دلې څخه سیمرغ البرز، د شمال زون استازې هم د پنځو امتیازونو درلودو سره نیمهپایلني پړاو ته لاره وموندل. یاده لوبډله د ۱ – ۱ پایلې سره د میوند اتلان او طوفان هریرود پر وړاندې ولوبېدل مګر په دریمې سیالۍ کې د ۰ – ۱ پایلې سره یې د اباسین څپې ته ماتې ورکړه.
د نیمهپایلني پړاو سیالیو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د افغانستان غوره لیګ وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ. تاسو کولای شئ د دې سیالیو د غوره شېبو او بشپړ کلېپونو نندارې لپاره (www.youtube.com/afghanpremierleague) یوټیوب پاڼې ته مراجعه وکړئ. د خپل په زړهپورې لوبغاړو او لوبډلو د انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ.