د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په ۱۳۹۲ کال کې د سهیلي آسیا په لوبو کې د لومړنۍ نړیوالې اتلولۍ د سرلیک د ترلاسه کولو څخه وروسته، اوس تمه لري چې د ۱۳۹۷ کال نړیوال جام په مقدماتي سیالیو کې، ښې لاس ته راوړنې ولري.

په هغه لوبه کې چې د غبرګولي په ۸ نېټه د ویتنام ښار په ملي لوبغالي کې ترسره شوه، د خراسان زمریانو وکولی شول چې د لائوس هېواد ملي لوبډلې ته ۰-۲ په پایلې سره ماتې ورکړي. افغان ملي لوبغاړي به په ټوله کې دوه ملګریزې لوبې ولري چې دا لوبه د مقدماتي سیالیو د پیل څخه مخکې د هغوی لومړنۍ ملګریزې لوبه شمېرل کېږي. د هغوی دوهمه لوبه د غبرګولي په ۱۲ نېټه په لاره اچول کېږي.

دا بریا د دې لامل شوه چې د هېواد په ګوډ ګوډ کې د هېواد وګړي د خوشالېدو او د لمانځلو فرصت ترلاسه کړي. داسې پیښې د افغانانو د یوځای کېدو، د ژوند د ترخو واقعیتونو د هېرولو او د خپلې ملي لوبډلې د ملاتړ د ویاړ لامل ګرځي. د سیاست په پرتله ورزش، حتا که د لږ وخت لپاره هم وي، داسې یوه خوږه موضوع ده چې هرڅوک په هر عمر کې کولی شي په اړه یې خبرې وکړي.

دا بری او بریا، هغه وختونه را په زړه کوي چې د افغانستان خلک څو شپې او ورځې د خپلو کورونو څخه راووتل ترڅو د هند پر وړاندې د افغانستان بریا یعنې په مخکیني پړاو کې د سهیلي آسیا د سیالیو ((SAFF اتلولي چې په ۱۳۹۲ کال کې پیښه شوه، ولمانځي.

د لائوس له لوبډلې سره د لوبې څخه مخکې، د افغانستان د فوټبال فډراسیون نوي غړي او لوبغاړي، د یوه څلور ورځني روزنیز سفر لپاره بحرین ته ولاړل. دا سفر د هغوی د چمتووالي د خپرونو یوه برخه شمېرل کېږي. افغانستان به د ۱۳۹۷ کال نړیوال جام د مقدماتي سیالیو په لومړۍ لوبه کې چې د غبرګولي په ۲۱ نېټه په مشهد (ایران) کې په لاره اچول کېږي، د سوریې پر وړاندې ولوبېږي.

د لائوس پر وړاندې د افغانستان بریا، د بنګلادیش او سوریې پر وړاندې د راتلونکو لوبو لپاره د تمو د لوړېدو لامل ګرځېدلې ده. دا ځل افغانان په ډیر شوق سره په ډګر کې د خپلو اتلانو د لوبې په تمه دي او هیله‏من دي چې لوبډله یې په روسیه کې د ۱۳۹۷ کال نړیوال جام په مقدماتي سیالیو کې لوړو پړاوونو ته ورسېږي