د «شاهین آسمایي» او «د میوند اتلان» لوبډلې د افغانستان روشن غوره لیګ پایلنې سیالۍ کې چې د افغانستان په کچه یوه ستره او هیجانوونکې سیالۍ ده، د یو بل پر وړاندې ځي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتلولۍ ټورنمنټ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې، د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۴ نېټه پیل شوه. د دې ټورنمنټ په ډله‎ییز پړاو کې ۸ لوبډلو د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په استازیتوب ګډون کړی وو، څرنګه چې د دې پړاو په پای کې یوازې څلورو لوبډلو، شاهین آسمایي، سیمرغ البرز، موج‎های آمو او د میوند اتلان نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل. د فوټبال مینه‎وال د ټولو لوبډلو د هڅو او کړنو څخه حیران ښکارېدل. د پلازمېنې او سهیل حوزې استازي، شاهین‎آسمایي او د میوند اتلان هغې دوې لوبډلې وې چې نیمه‎پایلني پړاو کې بریالي شوه او ټاکل شوې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پایلنې سیالۍ کې د اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره د یو بل پر وړاندې ولوبېږي. دا دوې لوبډلې، د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۹ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو د یو بل پر وړاندې ځي. همدارنګه، ټاکل شوې په یاده نېټه د پایلنې سیالۍ نه مخ کې، د سهار له‎خوا د ښځینه‎وو فوټبال یوه ملګریزه سیالۍ هم په لاره واچول شي. د افغانستان روشن غوره لیګ د ۱۳۹۵ کال د لومړي، دوهم، دریم او څلورم مقام ګټونکو لپاره نغدي جایزې هم په پام کې نیول شوي. 

د نن ورځې رسنیزې غونډې کې چې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پایلنې سیالۍ په اړه په لاره اچول شوې وه، ښاغلي ضیا آریا، د افغانستان روشن غوره لیګ مرستیال کمیشنر، ښاغلي یوسف کارګر، د افغانستان فوټبال فډراسیون تخنیکي مرستیال مدیر، ښاغلي شفیع شریفي، د روشن عمومي اړیکو مدیر، ښاغلي آرش بارز، د پامیر ګروپ استازی، ښاغلي مجتبی فیضُ، د شاهین روزونکی، ښاغلي وحیدالله وحیدي، د میوند اتلان روزونکی، او د افغانستان روشن غوره لیګ سهم‎لرونکو ګډون درلود. 

ښاغلي ضیا آریا، د افغانستان روشن غوره لیګ مرستیال کمېشنر وایي: «د افغانستان روشن غوره لیګ ټیم د پنځم څپرکې پایلنې سیالۍ په لاره اچونې لپاره بشپړې چمتووالې لري. هغوی د افغانستان فوټبال فډراسیون، د روشن شرکت، پامیر ګروپ، روزونکو، لوبغاړو، او له هغو ټولو کسانو څخه منندویي وکړه چې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال څخه یې ملاتړ کړی.»

ښاغلي یوسف کارګر، د افغانستان فوټبال فډراسیون تخنیکي مرستیال مدیر وویل: «موږ به د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پایلنې سیالۍ په لاره اچونې لپاره، په دې لیګ کې د ښکېل غړو ټوله اړین تخنیکي اړتیاوې چمتو کړو. هغوی د موج‎های آمو او د میوند اتلان په سیالۍ کې د څارونکي تېروتنو په اړه وویل: هغه تېروتنې ډېرې عمده نه وې او د څارونکي خطا د فوټبال لوبې یوه برخه ده، که څه هم، فډراسیون خپل بشپړې هلې‎ځلې کوي تر څو داسې تېروتنې په پایلنې سیالۍ کې ترسره نه شي.» 

د شاهین آسمایي روزونکي، مجتبی فیض، د خبریالانو په ځواب کې وایي: «سربېره پر دې چې د شاهین ځینې اړین لوبغاړي د دې لوبډلې په ترکیب کې شتون نه لري، خو بیا هم موږ د کومې ستونزې سره نه مخامخ کېږو او زموږ د لوبډلې نوم به د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتل لوبډلې په توګه ثبت شي. موږ په خپل تېرو ۵ لوبو کې بېلابېل تلن‎لارې غوره کړې او ډېر زیات ښایي چې په دې سیالۍ کې به د ۴-۴-۲ تلن‎لارې سره ولوبېږو.»

بلې خوا ته، وحیدالله وحیدي، د میوند اتلان روزونکي، د میوند مینه‎والو ته د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره د دې لوبډلې د لوبغاړو چمتووالې او خوځند په اړه ډاډ ورکړ. هغوی په دوام کې وویل: «موږ د خپل تېرو لوبو کمزوري ټکې ډېر ځیر سره ارزولي او د هغو له‎منځه وړو لپاره مو بشپړ اړین ګامونه پورته کړي.»

داسې اټکل شوې ده چې څه د باندې ۵۷ سلنه افغانان (لږ تر لږه ۱۸.۶ میلیون لیدونکي) د هېواد د ننه او همدارنګه د نړۍ له هر ګوټ څخه (د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب چینل له لارې) د شاهین آسمایي او د میوند اتلان تر منځ د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پایلنې سیالۍ ننداره کړي.