د افغانستان روشن د ۱۳۹۴ کال د پچه اچونې دودونه د روان کال د زمري په ۱۰ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۲:۰۰ بجو د سرې میاشتې په سټوډیو کې په لاره اچول کېږي. د افغانستان روشن د غوره لیګ مینه وال د ډېرې لېوالتیا سره د دې اړینې خپرونې په تمه دي، تر څو پوه شي چې د نظر وړ لوبډلې یې په کومې ډلې کې ځای مومي او د دې سیالیو په ډلهییز پړاو کې د کومې لوبډلې سره مخامخ کېږي. دا دودونه به هغوی په دې ټورنمنټ کې د ځینې بدلونونو او د سږ کال د نوي پېښو په اړه خبر کړي.
په دې دودونو کې د کابینې ځینې وزیران او د دولت لوړپوري چارواکې به شتون ولري. د افغانستان د فوټبال فډراسیون رئیس، کرام الدین کریم او د افغانستان د فوټبال فډراسیون فني مدیر، یوسف کارګر، د افغانستان د فوټبال فډراسیون له خوا د دې دودونو کوربه توب په غاړه لري او همدارنګه هغوی به د سږ کال د پرمختګونو په اړه خبرې اترې وکړي.
د دې دودونو لړی د زمري په ۱۵ نېټه، د شپې په ۱۰:۳۰ بجو د «طلوع او لمر» ټلویزونونو څخه خپرېږي. همدرانګه، دا دودونه د آزاده (خپلواک) فوټبال کوونکو او د «قسیم ابراهیمي» له خوا د طنز ځینې په زړه پورې صحنې لري.
د افغانستان روشن د ۱۳۹۴ کال د غوره لیګ ټورنمنټ به د وږي په ۵ نېټه د افغانستان د فوټبال فډراسیون په سټډیوم کې پیل شي. د تېر کال په شان به، دا سیالۍ په ژوندۍ او ځانګړې بڼه د «طلوع او لمر» ټلویزونونو او همدارنګه د «آرمان او آراکوزیا اف ام» راډیوګانو له لارې خپرې شي. تاسو کولای شئ دا لوبې د افغانستان روشن د غوره لیګ یوټیوب پاڼې کې هم ننداره کړئ. (www.youtube.com/afghanpremierleague).
د دې ټورنمنټ د هیجان څخه ډکې لوبې به هره اونۍ، د چارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو له غرمې نه وروسته په ۴ بجو په لاره واچول شي.