د افغانستان روشن غوره لیګ څلورم څپرکی راروان دی ترڅو یو ځل بیا په افغانستان کې د افغانانو پام د ژوند د معمولو فشارونو څخه د فوټبال ټورنمنټونو خوا ته راواړوي. داسی یوه پیښه چې د هغوی لپاره یوه خوښۍ ورکوونکی ساتیري ده. د شاهین آسمایی، د پلازمینې استازی، او د سپین غر بازانو، د ختیځې سیمې استازي، لوبغاړي د ۲ سختو او زړه راښکونکو سیمه‏ییزو ټورنمنټونو په لړ کې وټاکل شول. هغه دریمه لوبډله چی نوې د افغانستان روشن غوره لیګ د غړو له خوا د ۱۳۹۴ څپرکي د سیالیو لپاره غوره شوه، هغه د طوفان هریرود لوبډله وه. همدارنګه د افغانستان د فوټبال فډراسیون څخه ټاکل شوي مسئولینو هم د لوېدېځې سیمې د ۲۶ کسیزه لېسټ په جوړولو کې د غوره لیګ له غړو سره نږدې همغږی درلودله.
په دې څپرکي کې، د هرات په سیمه‏ییز ټورنمنټ کې د ګډون‏کوونکو لوبډلو ترمنځ د یوه کوچني توپیر شاهدان وو. داسې چې د فراه لوبډله نوره په دې سیالیو کې شتون نه لري. دا لوبډله له دې وروسته په سهیلي سیمه‏ییزو سیالیو کې ګډون کوي تر څو د میوند اتلانو د لوبډلې په جوړولو کې خپل رول ولوبوي.
د غوایي د میاشتې په پیل کې، د هرات ښار په لوبغالي کې یو حیرانوونکی سیمه‏ییز ټورنمنټ په لاره واچول شو. ۴ لوبډلو چې ۲ لوبډلې یې د هرات څخه، ۱ لوبډله له غور څخه، او یوه لوبډله هم له بادغیس څخه وه، په دې ټورنمنټ کې ګډون درلوده. وروسته له څو ښکلو لوبو چې ځوان لوبغاړي په کې ښه وځلېدل، د هغوی له منځه ۲۶ کسه د دې سیمې د غوره لوبغاړو په توګه د افغانستان د فوټبال فډراسیون د مسؤلینو او د دې لوبډلې د نړیوال روزونکي، ښاغلي غیرت علی میر احمدوف، له خوا وټاکل شول. دا روزونکی د آسیا د فوټبال له فډراسیون څخه د روزونکو د A درجې سند درلودونکی دی.