سیمه‎ییزې لوبې په ټوله افغانستان کې د افغانستان روشن غوره لیګ څلورم څپرکې کې د غوښتنو د کچې لوړوالې لامل ګرځېدلې دي. سیمه‎ییزې سیالۍ، د افغانستان روشن غوره لیګ په سیالیو کې د اتو ګډون‎کوونکو لوبډلو د ۲۶ اصلي لوبه کوونکو د ټاکنې یوازینی ځای دی.
د میوند اتلانو د لوبډلې د لوبه کوونکو د ټاکنې لپاره څلور ورځنۍ سیالۍ، د غویي له ۱۵ نه تر ۱۸ پورې د هلمند ولایت په لوبغالې کې ترسره شوې. د میوند اتلان ډله د افغانستان د سهیلي برخې استازی دی او د دې ډلې لوبه کوونکي د هلمند، کندهار، نیمروز، زابل، ارزګان او فراه ولایتونو څخه ټاکل شوي دي. د دې شپږ ولایتونو څخه ګډون کوونکو لوبډلو په سیمه‎ییزو سیالیو کې ګډون درلود او په پای کې، د ۱۳۹۴ کال د غویي په ۱۹، د میوند اتلان لوبډلې ۲۶ کسیزه نوملړ اعلان شو.
له دي نه مخ کي، د هرات طوفان هریرود لوبډله د هېواد د لویدیځې برخې د استازې په توګه ډګر ته ولاړه. دا لومړی ځل وو چې د فراه ولایت د سهیلي برخې په لوبو کې سیالۍ ترسره کوله او د دې ډلې غوره لوبه کوونکي د میوند اتلان په جوړښت کې ځای وموند. اوس د دې توپیر سره، د میوند اتلانو لپاره یو چانس برابر شوی تر څو د تېر څپرکي په پرتله، د غوره لیګ د دې څپرکي په لوبو کې د بریالیتوب د سرلیک ترلاسه کولو لپاره له ځانه غوره وړتیا ښکاره کړي.
د افغانستان فوټبال فډراسیون مسئولین (AFF) او عثمان توشیف، د ازبکستان له هېواده د دې ډلې نړیوال روزونکی، ټوله په دې سیالیو کې د لوبډلو او د لوبه کوونکو لوبې او چلند ته حیران پاته شول او د دې لوبډلې د ۲۶ لوبه کوونکو د ټاکنې ګران مسئولیت یې په غاړې واخیست. دا سیمه‎ییزې سیالۍ، د فوټبال د سرزوري مینه‎والو له خوا ملاتړ او وپارول شو چې له شپږو ولایتونو څخه هغې لوبغالې کې راټول شوي وه تر څو لوبې له نږدو څخه ننداره کړي. هغه لوبغاړي چې د لوبډلې په اصلي جوړښت کې ځای وموند، له زیاتې خوشالۍ نه په جامو کې نه ځائېدل او پاتې کسانو، له آرمانونو او خواشینۍ سره، سیالۍ پرېښودلې. مګر، هغه ځوانان چې و نه ټاکل شوه، خپل هیلې باید هیڅکله هېرې نه کړي او د لا ښه لوبې ښکاره کولو لپاره باید د راتلونکي کال د سیمه‎ییزې سیالیو لپاره، خپل هېلې ژوندۍ وساتي. د انصاف خبره به وي که چېرته ووایو چې دا لوبې په دې سیمه‎ییزې سیالیو کې د معیارونو د کچې د لوړوالې لامل وګرځېدلې.