د بلخ ولایت د څلورو ورځو لپاره، د غویي له ۲۳ څخه د غویي تر ۲۶ پورې د شمال د سیمه‏ییز ټورنمنټ کوربه وو. دا ټورنمنټ د ۱۳۹۴ افغانستان روشن په غوره لیګ کې د شتون لپاره د سیمرغ البرز د لوبډلې د ترکیب د ترلاسه کولو لپاره په لاره واچول شو چې په هغه کې د بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل، او فاریاب ولایتونو لوبډلو ګډون کړی وو. د سیمرغ ۲۶ غوره لوبغاړي د مزار ښار د فوټبال په لوبغالي کې د دې شپږو لوبډلو ترمنځ د سختو سیالیو وروسته وټاکل شول. بلخ ولایت د دوو لوبډلو په درلودلو سره د نورو ولایتونو په پرتله د ډیرو لوبغاړو خاوند دی.
د افغانستان د فوټبال فډراسیون چارواکو د غبرګولي په ۶ نېټه د سیمرغ البرز د لوبغاړو د پایلني لیسټ په ټاکلو او اعلان کې د دې لوبډلې له تاجکي روزونکي، سلیمان بوبوکلانوف، سره همکاري درلودله.
د شمال په سیمه‎ییز ټورنمنټ کې د افغانستان روشن غوره لیګ هیله‏مندو ځوانو لوبغاړو ډیر ګډون درلوده. د ۱۳۹۴ کال نورو ټورنمنټونو د لړۍ په دوام، ځوانانو دا فرصت ترلاسه کړی ترڅو د پخوانیو لیګونو له لوبغاړو سره پرتله شي. دا لړۍ د دې لامل ګرځي چې د افغانستان ملي لوبډله د ډیرو کلونو لپاره یو ښه ملاتړ له ځان سره ولري. همدارنګه دا تګلاره د ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو د تمرین او ودې لاډیر وخت برابروي.
سیمرغ البرز د افغانستان روشن د دې څپرکي یوه ښه لوبډله ده او د اتلولۍ د سرلیک یو له اصلي ادعا کوونکو څخه شمېرل کېږي. هغوی د اتلولۍ د سرلیک دفاع‏کوونکې لوبډلې، شاهین آسمایي، ته په ماتې ورکولو سره په ۱۳۹۴ کال کې د لومړني نوروزي لیګ اتلان شول. په لوبغالي کې شته نندارچیانو ته په کتو سره کولی شو د هغوی شور، هیجان او چغو ته پام وکړو. هغه هیجان چې په اصلي ټورنمنټ کې ډیرې لوړې کچې ته رسېږي.
د افغانستان روشن غوره لیګ سیمه‏ییز ټورنمنټ د هېواد په ګوډ ګوډ کې د افغانانو لپاره د خوښي او ښادي د راوستلو په برخه کې د ورزش د رول ډیره ښه ښکارندویي کوي.