با وقاره او لوی افسانوي مارغه، سیمرغ، چې په ډیریو نامتو شعرونو کې د هغه د قربانۍ لپاره د هغه ستاینه شوې ده. خو «سیمرغ البرز» د بریا د دوه اتلولۍ لقب د ترلاسه کولو څخه وروسته، په دریم لیګ کې یې خپل ستر والی نه درلود.

کارپوهان په دې باور دي چې سیمرغ د «ب» ډلې یو له هغو لوبډلو څخه دی چې د وروستۍ نیمې پړاو ته لاره مومي. خو کم شمېر کسانو ګومان کاوه چې دا لوبډله د ۳ پرلپسې ماتو څخه حتا ونه شي  کولای چې د ډله ییز پړاو څخه ووځي. د شمال سیمرغ باید ګڼ شمېر قربانۍ ترسره کړي ترڅو وکولای شي هماغه د ۹۱ – ۹۲ سیمرغ شي. هغوی په ډله ییز پړاو کې د طوفان هریرود، د سپين غر بازان او د میوند اتلان سره سختې کتنې درلودې چې په ټولییزه توګه د ۸ خوړلو او د ۳ وهلو ګولونو سره، په چټکۍ سره د ۹۳ لیګ څخه خدای په امانی وکړ.

د دي ټیم کپیټان، منیرالحق، په ۹۳ څپرکي کې د ټیم د کمزورې کړنلارې په اړه داسې وايي: سږ کال زموږ لپاره یو ناهیلی کوونکی کال وه، د ټیم په استازیتوب د ټولو مینه والو څخه بخښنه غواړم، او د هغوی د مینې او  ملاتړ څخه مننه کوم. راتلونکی کال د تل څخه ښه څرګندېږو. موږ د راتلونکي کال د وروستۍ نیمې پړاو په اړه فکر کوو او د خپلو مینه والو لپاره به ښې ورځې نندارې ته وړاندې کړو.

۹۳ څپرکی، د سیمرغ البرز لپاره یو ناهیلی کوونکی څپرکی وو، په ۹۴ څپرکي کې د شمال لوبغاړي د بنسټیزو او چټکو بدلونونو په فکر کې دي. د دې ټیم هڅوونکي به په راتلونکي کال کې د یوه نوي او پیاوړي ټیم شاهدان وي.