د روان کال د لیندۍ په ۷ مه نېټه د نړۍ ټولو فوټبال فدراسیونونو د ښځو د بنسټیز فوټبال له نړیوالې ورځې څخه لمانځنه وکړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون له دې ورځې څخه د لمانځلو په موخه د ۲۰۰ نجونو لپاره د فوټبال فیسټیوال جوړ کړی وو.

په افغانستان کې بنسټیز یا د ټیټې کچې فوټبال له زیات ارزښت څخه برخمن دی او له همدې امله د افغانستان د فوټبال فدراسیون تل د ښځو د بنسټیز فوټبال له پرمختګ څخه ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د بنسټیز فوټبال کمیټه په ۱۳۸۸ کال کې د علي عسکر لعلي له خوا جوړه شوې ده چې د فوټبال یو مسلکي روزونکی دی. اوسمهال، مجتبی فیض د یادې کمیټې د چارو مسئولیت په غاړه لري.

د دې کمیټې د جوړولو موخه د افغان ماشومانو په منځ کې د فوټبالي مینې وده ښوول شوې ده. دا کمیټه په منظمه توګه د ماشومانو لپاره د فوټبال لیګونه او فیسټیوالونه تر سره کوي او د ماشومانو د روزونکو د روزلو په برخه کې هڅې کوي. یاده کمیټه همدارنګه هر کال د ماشومانو لپاره د فوټبال لیګونه په لاره اچوې چې له دې لارې په ټولنه کې د فوټبال کلتور نور هم پرمختګ وکړي.

د یادولو ده چې په ۱۳۹۲ کال کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د بنسټیز فوټبال پروګرام د آسیايي فوټبال د کنفدراسیون له خوا د آسیا په کچه د غوره پروګرام جایزه تر لاسه کړې وه.