د افغانستان روشن د غوره لیګ سیمه ییزې سیالۍ د ۲۰۱۴ کال د څپرکي لپاره د آپریل په یویشتمه نیټه په کابل کې پیل شوې. د تیرو کلونو د بریالیتوبونو پر بنسټ، د ښوونځیو د کلینیکونو شمېر په هرې سیالۍ کې د دوو څخه څلور  ته لوړوالی موندلی دی. کلینیکونه د پوهنې د وزارت او د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د نژدې همکارۍ او مرستې پر اساس په لاره اچول شوي او بنسټ ایښودنه یې وشوه. د کلینیکونو بنسټ ایښودنه په کابل کې په څلورو لاندنیو ښوونځیو کې شوې:

  • شهید عبدالرحیم
  • سید جمال الدین افغاني
  • د عبدالهی لېسه
  • د مریم لېسه

د ګډون کوونکو ښوونځیو څخه په هر کلینیک کې سلګونو ماشومانو ګډون کړی. د کلینیکونو څخه د سولې د پیغام د خپرولو، ملي یووالي او د نشه یې توکو څخه تش ژوند په موخه ګټل اخیستل کېده. د افغانستان د فوټبال فدراسیون هم په دې کلینیکونو کې د افغانستان روشن د غوره لیګ او د ملي ټيم د لوبغاړو او رسمي کارکوونکو په لیږد سره ګډون وکړ. لوبغاړو او کارکوونکو په داسې حال کې چې خپل فوټبالي مهارتونه او تخنیکونه نندارې ایښودل، د ماشومانو سره د سولې د ارزښت، یووالي او د نشه یې توکو څخه د تش ژوند د لارښود په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه مونږ سلګونو ماشومانو ته د فوټبال کمیس او توپ ووېشه. کالي د سولې د پیغام، ملي یووالي او د نشه یې توکو څخه د تش ژوند ښکارندوی ول. سربېره پر دې، " افغان غیر پوځي مرستندویه خپرونې" د " نړېوالې هوساینې او پرمختګ" تر سیوري لاندې هر کلینیک ته د فوټبال سلګونه توپونه ووېشل. دا توپونه د ځانګړي طرحې او ډیزاین سره ول، چې د واحدې نړۍ د فوټبال د پروژې (http://www.oneworldfutbol.com)  له خوا تل پاتي او دوام داره دي او په ناخوالو چاپېریالونو کې هم خپل دوام له لاسه نه ورکوي. دا پروژه په نه پرمختللو هېوادونو او شاته پاتو ټولنو کې د ټولنیز پرمختګ په موخه ترسره شوې ده.

د ښوونځیو کلینیکونه ډیر ښه د ماشومانو د ستاینې وړ وګرځېدل او کارکوونکو د سولې د مثبت پیغام، ملي یووالي او په یو ګټور چاپېریال کې د هېواد د ځوانانو او راتلونکو نسلونو په منځ کې د نشه یې توکو څخه د تش ژوند په خپرولو کې لویه ونډه درلوده. د ښوونځیو کلینیکونه د شنه ډګر په یو ساعته اونیزې خپرونه کې له طلوع ټلویزیون څخه خپاره شول.