نن، د ۱۳۹۸ کال د وږې د میاشتې ۲۲ مه، د افغانستان غوره لیګ اتم څپرکې په دوهمې نیمه پای لوبې کې شاهین آسمایي، د افغانستان غوره لیګ څلور ځلې اتل لوبډله، د سیمرغ البرز ځوان او هڅول شوي لوبډلې پر وړاندې ځي. دغه دواړه لوبډلي په داسې حال کې د یو بل سره مخ کېږې چې د ډله‎ییز پړاو کې خپل په ډلو کې تر ټولو لوړ امتیازونه یي ترلاسه کړي ول او نیمه پای پړاو ته را رسېدلي دي. شاهین آسمایي د درې بریاوو او د سیمرغ البرز د دوو بریاوو او یو بایلې سره نیمه پای پړاو ته لاره پیدا کړي ده. دواړه لوبډلې د بریا لپاره د لوبې ډګر ته ځي.

د شاهین آسمایي او د سیمرغ البرز لوبډلو ترمینځ نننۍ لوبه د ماښام په ۶:۰۰ بجو، د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل کېږي.

د شاهین آسمایي لوبډله له (ب) ډلې او د سیمرغ البرز لوبډله له (الف) ډلې څخه مخکې راغلي دي.

نننۍ سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره خورا ارزښتمنه  ، هره لوبډله چې د دغې لوبې ګټونکی شي راتلونکې پړاو ته لاره پیدا کوي او د طوفان هریرود لوبډلې سره سیالي کوي، او بایلونکې لوبډله د سیاليو د لړ څخه بهر کېږي. د سیمرغ البرز لوبډله د افغانستان غوره لیګ څو ځلې نایب اتل، د سږ کال ځوان او همدارنګه د ملې ټیم لوبغاړي هم په خپل لوبډله کې لري او تر ډیره بریده به زیار وباسي تر څو نننۍ لوبه کې بریا ترلاسه کړي. شاهین آسمایي لوبډله هم څلور ځلې د افغانستان غوره لیګ اتل پاتې شوی ده، یو همغږه، پیاوړې او ژمنه لوبډله ده او د اتلولي سرلیک بېرته ترلاسه کولو لپاره خورا زیار وباسي.

نننۍ سیالې تر دی دمه د اتم څپرکې یو له تر ټولو حساسه او په زړه پورې سیالۍ ده او دواړه لوبډلي د بریا لاس ته راوړلو لپاره میدان ته ځي.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پاڼي کې په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښې لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ په اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.