د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې نیمه‎پایلني پړاو دوهمه سیالۍ نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په لومړۍ نېټه، د افغانستان فوټبال فدراسیون استیدیوم کې په لاره اچول کېږي. د اباسین څپې د طوفان هریرود رود پر وړاندې ځي. دا لوبه له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو ترسره کېږي. 

تېره شپه، شاهین آسمایي د نیمه‎پایلني پړاو لومړنې سیالۍ کې د میوند اتلان ته ماتې ورکړه. د میوند اتلان لوبډله په اووم څپرکې کې ښه څرګنده نه شوه او په پای کې د شاهین آسمایي پر وړاندې تم شوه، خو شاهین آسمایي له همدې لوبې سره په پرلپسې توګه د شپږم ځل لپاره پایلني پړاو ته لاره وموندل. 

د اباسین څپې د ډله‎ییز پړاو دریمې سیالۍ کې د سپین‎غر بازان لوبډلې پر وړاندې ولوبېدل او خپل سیال ته یې د ۳ – ۲ پایلې سره ماتې ورکړه. په دوام کې، یادې لوبډلې د ډله‎ییز پړاو پنځمې سیالۍ کې د شاهین آسمایي پر وړاندې لوبه ترسره کړه او د ۱ – ۰ پایلې سره یې ماتې وخوړل. همدا راز په خپلې دریمې کتنې کې د موج‎های آمو پر وړاندې ولوبېدل او د ۱ – ۱ مساوي پایلې په ترڅ کې یې یو بل امتیاز ترلاسه کړ او یوازې د ۴ امتیازونو سره یې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل. 

مګر طوفان هریرود په خپلې لومړۍ کتنې کې سیمرغ البرز پر وړاندې ولوبېدل او نوموړې لوبډلې ته یې د ۱ – ۰ پایلې سره ماتې ورکړه. نوموړې لوبډلې په خپلې دویمې کتنې کې د میوند اتلان پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه او خپل سیال ته یې د ۳ – ۰ پایلې سره ماتې ورکړه. همدارنګه، یاده لوبډله په خپلې وروستۍ کتنې کې د عقابان هندوکش پر وړاندې ولوبېدل او د ۳ – ۰ پایلې سره یې خپل سیال ته ماتې ورکړه. په ټوله‎ییزه توګه د ۹ امتیازونو سره، دا لوبډله نیمه‎پایلني پړاو ته ووتل. 

حمید مسعودي، د طوفان هریرود روزونکي وویل: «د هغې لوبې وروسته چې زموږ لوبډلې د عقابان هندوکش پر وړاندې ترسره کړه، موږ درې ورځې رخصتي درلوده چې په لړ کې یې موږ په دوامداره توګه خپل تمرینونه ترسره کړل ترڅو لوبډله مو چمتو وي. زموږ ترکیب د تل په څېر ۴ – ۴ – ۲ دی، البته چې له دې نه وړاندې د عقابان هندوکش پر وړاندې مو خپل ذخیره لوبغاړو څخه ګټه پورته کړه مګر د نن ورځې سیالۍ کې هیڅ ټپي یا محروم لوبغاړی نه لرو». هغوی زیاته کړه: «زموږ سیاله لوبډله پیاوړې لوبډله ده، تر اوسه پورې یې څلور غوره پړاو ته رسېدنې لپاره ښه لوبه ترسره کړې، یوه غوره لوبډله ده مګر د فوټبال لوبې وړاندوینه آسانه کار نه دی، په کره توګه نه شو ویلای چې د نن ورځې سیالۍ به څنګه وي، البته هره لوبډله چې د چانسونو څخه سمه ګټه پورته کړي هماغه ګټونکې کېږي». 

د اباسین څپې لوبډلې روزونکي، الیاس منوچهري وویل: «د اباسین څپې لوبډله ښه چمتووالې لري، اوس مو ټوله لوبغاړي قرنطین دي، بشپړې چمتووالې لري چې یوه ښه، په زړه پورې، ډېره حساسه سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي او نن به دا جوته کړي چې هماغه لوبډله ده چې نیمه‎پایلني پړاو ته یې لاره وموندل او اوس پایلني پړاو ته لاره مومي. زموږ ترکیب زیاتره ۴ – ۴ – ۲ دی مګر سربېره پر دې مو هم بدلونونه راوېستي، ځینې وختونه مو ۴ – ۲ – ۳ – ۱ لوبه کړې، ځینې وختونه ۴ – ۱ – ۴ – ۱، او د اړتیا سره سم بدلونونه رامنځ ته کوو. اوس‎مهال زموږ ټوله لوبغاړي روغ‎رمټ او چمتو دي». هغوی زیاته کړه: «د طوفان هریرود لوبډله یوه ډېره پیاوړې لوبډله ده، د پام وړ پانګه‎اچونه یې کړې، همدارنګه ملي‎اغوستونکي لوبغاړي لري خو موږ غواړو دې ځل خپل سیال ته ماتې ورکړو او د دې میدان ګټونکي شو». 

د اباسین څپې او طوفان هریرود لوبډلو تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague)  کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې  (Afghanpremierleague.official)کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې  (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي.