د افغانستان فوټبال ملي لوب‎ډله تېره اوونۍ، د خپل سیمه‎ییز سیال (پاکستان) په وړاندې یوې دوستانه (ملګریز) سیالۍ کې، ډګر ته ولاړ. د دې دوو لوب‎ډلو په وروستۍ کتنې کې چې د ۱۳۹۲ کال زمري میاشتې کې د کابل په ښار کې په لاره واچول شوه، د افغانستان ټیم د ۳-۰ پایلې سره پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

دا لوبه د پاکستانیانو په کوربه توب د پاکستان د لاهور ښار د پنجاب په لوبغالې کې په لاره واچول شوه.

د دې کتنې لومړنی ګول د پاکستان «محمد ریاض» په ۱۸ دقه کې ترسره کړ. «امرالدین شریفی»، د دویمې نیمې په لومړنیو شیبو کې، پایله مساوي کړه او تر ورستیو دقو پورې لوبه له همدې پایلې سره دوام وموند. په دې سیالۍ کې، افغانستان، یرغل ته خپل د کار په دستور کې ځای ورکړی وو خو د برابر شوي فرصتونو څخه یې د پایلني ګول د ترسره کونې لپاره کومه ګټه ترلاسه نکړه.

بلاخره د لوبې په ۸۸ دقې کې د پاکستان ټیم «سعد الله» د یوې آزادې ضربې سره د لوبې غوره ګول ترسره کړ. داسې ښکارېده چې د افغانستان دفاع کوونکي حیرانه شوي وه او د سعدالله (کوم څوک چې هلته د ګول وهلو لپاره راغلی وو) د مراقبت لپاره یې کوم څوک ګومارلی نه وو.

لاندې د افغانستان روشن غوره لیګ د لوبغاړو لېسټ دی چې په دې سیالۍ کې د افغانستان ملي ټیم په ترکیب کې یې ځای درلود:

• شاهین آسمایي: حمید الله یوسفزی، سید محمد هاشمي، محمد مجتبی فیض، امرالدین شریفی، مصطفی افشار او زین الدین شریفي.
• عقابان هندوکش: انور اکبري، محمد احمدي و پروېز نورزی.
• د سپین غر بازان: سید نصیر حسیني، کاوش حیدري، میر احمد فرشاد و رفیق بارکزی.
• موج های آمو: محبوب الله کلکان.