د ننګرهار سیمه ییز ټورنمنټ د اپریل د ۲۸ نېټې څخه تر ۳۰ پورې د جلال آباد ښار د شېرزی په اسټډیوم کې په لاره واچول شو. د هېواد د ختیځ زون څخه څلورو ټیمونو په دې ټورنمنټ کې ګډون کړی وو. ننګرهار الف، ننګرهار ب، لغمان او نورستان. دا لومړی ځل وو چې د نورستان ټیم په دې ټورنمنټ کې ګډون وکړ او ښه لوبه یې هم ترسره کړه. د دې ټیمونو ځینو لوبغاړو د لرو پرتو کلیو او سیمو څخه، د شته ستونزمنو شرایطو سره باید سفر کړی وی تر څو د فوټبال په اړه خپل شور او شوق پوره کړي.  
د لومړي ځل لپاره د هرات ولایت څخه اوه لوبغاړو د دې پر ځای چې د هېواد د لوېديځ په ټورنمنټ " د طوفان هریرود ټیم" کې یې ګډون کړی وی، د هېواد د ختیځ په سیمه ییز ټورنمنټ " د سپين غر بازان ټیم" کې یې ګډون کړی وو. دا لوبغاړي د فوټبال نامتو څيرې لکه د ملي ټیم لوبغاړی، رفیع بارکزی او همدارنګه سلیم، سالم، منان او وزیر ول. د هغه لوبغاړو لیدل چې د بیلابیلو سیمو او قومونو څخه ول او د یو بل سره یې په یو واحد ټیم کې لوبه کوله، د افغانستان روشن د غوره لیګ په دې څپرکي کې یو ډیر مثبت بدلون وو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤلیونو د هر لوبغاړي د مهارت او کړنې پر بنسټ، د هغوي د دې څلورو ټیمونو له ډلې ۲۶ غوره کسان وټاکل. د دې لوبغاړو شمېر به د جون په ۲۱ نیټه په یوې ډله ییزې لوبې کې د یوې دقیقې ټاکنې په لړ کې ۲۱ کسانو ته راښکته شي. ۲۶ لوبغاړي په دوو ټیمونو وېشل کیږي چې د یو بل پر وړاندې به لوبه وکړي. د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د مسؤلینو له خوا ۲۱ ټاکل شوي لوبغاړي به په وروستي لیست کې شتون ومومي چې په رسمي ډول د ختیځ زون ټیم او د "سپین غر بازان" څخه استازیتوب کوي.

د سپین غربازان تیم ۲۶ کسیزه لوبدالو لست
شمیره نوم
پست
۱ کاوش حیدری گول ساتونکی
۲ نبیل احمد گول ساتونکی
۳ نحب گول ساتونکی
۴ سلیم مرکزی لوبدله
۵ رفیع بارکزی مرکزی لوبدله
۶ ابحر علی مرکزی لوبدله
۷ علی ناصر مرکزی لوبدله
۸ زیارمل نعیمی مرکزی لوبدله
۹ زیارمل حیدری مرکزی لوبدله
۱۰ هارون مرکزی لوبدله
۱۱ فاغر حسین مرکزی لوبدله
۱۲ روحید مرکزی لوبدله
۱۳ منان دفاع
۱۴ اجمل بردیس دفاع
۱۵ وزیر دفاع
۱۶ رضا یعقوبی دفاع
۱۷ سهراب دفاع
۱۸ جمیل دفاع
۱۹ سخی دفاع
۲۰ نجیب الله دفاع
۲۱ فرشاد دفاع
۲۲ ایمل نوری فارورد
۲۳ شفق الله فارورد
۲۴ فهیم فارورد
۲۵ حبیب الله فارورد
۲۶ سلیم فارورد