په یوې ساښکونکې سیالۍ کې، د اباسین څپې لوبډله د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د میوند اتلان لوبډلې پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه. دا د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې ډله‎ییز پړاو شپږمه سیالۍ وه. د اباسین څپې لوبډلې د خپل بریا په تمه، دا لوبه د پرلپسې بریدونو سره پیل کړه مګر د میوند اتلان له‎خوا د ۶ – ۳ قاطع ماتې څخه یې مخنیوی و نه شو کړای.

د اباسین څپې یوازې په ۱۳۹۲ کال کې یو ځل د میوند اتلان پر وړاندې د غوره لیګ په ډله‎ییز پړاو کې یوه بریا په خپل نامه ثبت کړې ده. خو هغو بدلونونو ته پاملرنې سره چې سږ کال د یادې لوبډلې په ترکیب کې راوېستل شوي، د اباسین څپې د خپل سیال لوبډلو پر وړاندې بریا او نیمه‎پایلني پړاو ته د لارې موندنې لپاره ډېره هیله‎منه وه مګر دا هیله یې د نن ورځې لوبې سره ډېره ټیټه شوه.

د بویر اګمابرډیو لوبغاړو په لومړۍ نیمې کې خپل سیال باندې تر یو حده پورې فشار راوېست ترڅو وکولای شي په دې توګه خپله سیاله لوبډله اغېزمنه کړي او دا هڅه یې څه نا څه د ګټې وړ هم شوه؛ څرنګه چې، امرالدین شریفي، د میوند اتلان تکړه بریدکوونکي، په ۱۱ دقیقې کې د لوبې لومړۍ ګول ترسره کړ.

بلې خوا ته، د اباسین څپې لوبډله ډېر ژر د یو پنالټي شاټ فرصت ترلاسه کړ او د خپلې لوبډلې په ګټه یې لومړی ګول ترسره کړ او د لوبې پایله یې مساوي کړه. مګر د میوند اتلان د ګولونو لړۍ تم نه شوه. فیض محمد فیضي، د اتلان بریدکوونکي، د لوبې دویم ګول ترسره کونې سره، پایله بېرته د خپلې لوبډلې په ګټه کړه. همدارنګه، امرالدین شریفي د دوو پنالټي شاټونو څخه په ګټې اخیستنې، ۳۹ او ۴۴ دقې کې دوه نور ګولونه هم ترسره کړه او په دې توګه لومړۍ نیمه پای ته ورسېدل.

تمه کېدل چې د اباسین څپې د دې ګولونو د جبران لپاره دویمه نیمه د یوې غوره تلن‎لارې سره پیل کړي، مګر د هغو دفاعي کرښه په دویمې نیمې کې هم ډېره کمزورې وه. څرنګه چې امرالدین شریفي په ۴۹ دقې کې او د هغه وروسته فیض فیضي، په ۶۲ کې، دوه ځل نور هم توپ د خپلې سیالې لوبډلې ګول کې د ننه کړ.

بیا هم، د اباسین څپې لوبډلې د ۶ – ۱ پایله و نه منل او د ګڼ‎‎شمېر هڅو او بریدونو وروسته، حفیظ او حسیب الله نورستاني په ۷۴ او ۷۷ دقیقې کې د خپلې لوبډلې په ګټه دوه نور ګولونه ترسره کړه او په دې توګه یې ځان مساوي پایلې ته لا نږدې کړ.

د لوبې د دویمې نیمې ۴۵ دقیقې هم بلاخره پای ته ورسېدې او د اباسین څپې له ډېرې ناخوښۍ سره د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې ډله‎ییز پړاو کې خپل دویمه ماتې ومنل.

امرالدین شریفي د شپږم څپرکي لومړۍ هټریک په خپل نامه ثبت کړ او د لوبې د غوره لوبغاړي ډالۍ یې هم ترلاسه کړه. د لوبې سرشمېرنو پر اساس، توپ او لوبه ۶۰ سلنه د میوند اتلان لوبډلې په واک کې وه.

د دې سیالۍ د بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼه (www.youtube.com/afghanpremierleague) تعقیب کړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو د نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.