د بویر اګمابرډیو لوبغاړو په پرلپسې توګه د دوهم ځل لپاره د افغانستان غوره لیګ پایلني پړاو ته لاره وموندل. د میوند اتلان لوبډلې تېر کال دویم مقام خپل کړ. که څه هم اوس د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې کې، د نیمهپایلني پړاو راتګ سیالۍ کې، دا لوبډله د سپینغر بازان پر وړاندې د ۰ – ۰ پایلې سره تیم شوه، خو د تېرې لوبې ۲ – ۰ بریا ته پاملرنې سره یادې لوبډلې د شپږم څپرکې پایلني پړاو ته لاره وموندل. دا د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې نیمهپایلني پړاو شپږمه سیالۍ وه چې د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره واچول شوه.
د نن ورځې سیالۍ کې، هیڅ یوې لوبډلې و نه شو کولای د لومړۍ نیمې ۴۵ دقیقو تر پایه پورې کوم ګول په خپله ګټه ترسره کړي. که څه هم د میوند اتلان تر خپل سیالې لوبډلې ډېره مخکښ څرګنده شوه، مګر د خپل بریدونو څخه یې هیڅ کومه ګټه پورته نه کړه. امرالدین شریفي او فیض محمد فیض ګڼشمېر فرصتونه په واک کې درلودل مګر بریالي نه شوه چې خپلې موخې ته ورسېږي. دواړو لوبډلو د لومړۍ نیمې تر پایه پورې د لوبې د پایلې بدلون لپاره هلېځلې وکړې مګر کومه ګټه یې ترلاسه نه کړه.
د سپینغر بازان لوبډلې د ضد بریدونو څخه ګټې اخیستنې لپاره زیاتره هڅه کول مګر له دې تلنلارې څخه یې کومه ګټه په برخه نه شوه او د میوند اتلان دفاعي کرښه په دوامداره توګه پیاوړې څرګنده شوه.
د دوهمې نیمې پیل سره، د میوند اتلان لوبډله بیا هم د خپلې سیالې لوبډلې پر وړاندې مخکښ څرګنده شوه. اتلان ګڼشمېر نور بریدونو هم د خپل سیال د ګول په لور ترتیب کړه مګر هیڅ کومه پایله یې ترلاسه نه کړه.
بازان د نن ورځې سیالۍ کې خپل سیال ډېر په ښه توګه مهار کړ او خپله دفاعي کرښه یې په دوامداره توګه تړلې وساتل. د یادې لوبډلې ګولساتونکی، ذهیب اصیل د ګڼشمېر شاټونو مخنیوي سره په خپل موقعیت کې ډېر ښه وځلېد.
د نن ورځې لوبې ۰ – ۰ مساوي پایلې او د تېرې لوبې ۲ – ۰ بریا سره، د میوند اتلان پایلني پړاو ته لاره وموندل مګر اوس د سپینغر بازان لوبډله دریم مقام ته د رسېدنې لپاره سیالۍ ترسره کوي. د میوند اتلان لوبډلې څخه سید ابراهیم د لوبې غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه او لوبډله یې ۵۵ سلنه لوبه په واک کې درلودل.
د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې د پېښو په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ. د دې سیالیو بشپړ کلیپونه او د (www.youtube.com/afghanpremierleague) یوټیوب پاڼې کې د لاسرسۍ وړ دي. همدارنګه، د خپلې خوښې وړ لوبډلو او لوبغاړو د تازه انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ.