نن ، د ۱۳۹۸کال د وږی میاشتې په ۸ مه ، د میوند اتلان قوی لوبډله د سیمرغ البرز لوبډلې سره سیالي  کوې. د افغانستان غوره لیګ په اتم څپرکې کې، دا د دواړو لوبډلو دوهمه سیالۍ ده. په خپله لومړۍ لوبه کې، سیمرغ البرز د طوفان هریرود لوبډلې ته ۱-۰ وبایله او د میوند اتلان لوبډلې د موج های آمو سره لوبه ۱-۱ مساوی ګړه.

د سیمرغ البرز او د میوند اتلان لوبډلو ترمینځ ننۍ لوبه د ماښام په ۶:۰۰ بجو، د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل کیږي.

د پچي اچونې له مخې، دا دواړه لوبډلې د اتم څپرکې په (الف) ډله کې ځای په ځای شوي دي.

د (الف) ډلې سختۍ په پام کې نیولو سره، دا باید پام کې ونیول شې چې دا د دواړه ټیمونو لپاره راتلونکې پړاو د تګ لپاره د دی لوبې ګټل خورا مهمه ده. سیمرغ البرز خپله لومړۍ لوبه د طوفان هریرود په وړاندې له لاسه ورکړې او دوهمه بایله به دوې د دی سیالیو د لړ څخه بهر کړې، پداسې حال کې چې د میوند اتلان هم تر دې دمه یوازې ۱ نمره لري چې خپله لومړۍ لوبه یې د موج های آمو په وړاندې مساوي کړې وه.

د سیمرغ البرز د مشر روزونکي، عبدالحق فیضي په وینا، د سیمرغ البرز لوبډله نن د میوند اتلان په وړاندې سخته سیالۍ لرې او د ګټي لپاره لوبيږي او لوبغاړي به د لوبې د ګټلو لپاره غوره هڅه وکړي.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پآڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.