د افغانستان فوټبال فدراسیون نن د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې ډله‎ییز پړاو دوهمې سیالۍ کوربه وو. په دې کتنې کې عقابان هندوکش او د میوند اتلان د یو بل پر وړاندې ولوبېدې.

څرنګه چې دواړې لوبډلې په همدې وروستیو کې پلازمینې ته رسېدلي او اووم څپرکې کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي، تر یوه حده پورې یې هڅه درلوده چې پیاوړي ښکاره شي او د امکان تر حده لنډې مودې کې خپل پلویانو ته د شور او هیجان وړاندې کونې انګېزې سره یې لوبه د پام وړ چټکتیا سره پیل کړه او دواړو لوبډلو خپل تر منځ ګڼ‎شمېر پاسونه وړاندې کړه او د خپل سیال د ګول په لور یې د پام وړ بریدونه ترسره کړل. سربېره پر دې، د لوبې ریتم په هماغو لومړنۍ شېبو کې ډېر کرار شو.

تر ۳۰ دقیقې پورې، لوبه ډېره کراره روانه وه مګر په ۳۱ دقیقې کې هرڅه بدل شوه. څرنګه چې، عبدالواحد نورزي، د میوند اتلان لوبډلې بریدکوونکي د فیض محمد فیضي یو ډېر کره پاس سره د لوبې لومړنی ګول ترسره کړ او خپله لوبډله یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې تر یوه حده پورې، مګر له اوږد ځنډ وروسته، مخکښ کړه.

د دې غوره فرصت څخه د غوره ګټې اختیسنې وروسته، د عقابان د برید کرښه ډېره چټکه شوه، لوبغاړو ګڼ‎شمېر پاسونه یو بل ته وړاندې کړل، ګڼ‎شمېر بریدونه یې د میوند اتلان پر لور ترسره کړه او په ټوله‎ییزه توګه د لوبې پاتې شېبې ډېرې جدي وې، څرنګه چې بلې خوا ته د میوند اتلان لوبډلې، د ضد بریدونو څخه هم په پرلپسې توګه ګټه پورته کول. خو په هره توګه لومړۍ نیمه د ۱ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل.

د میوند اتلان د لوبې دوهمه نیمه، زیاتره د یرغل تلن‎لارې سره پیل کړه او په پرله‎پسې توګه یې په هماغه لومړنیو شېبو کې یې د خپل سیال ګول څو ځله د خطر سره مخامخ کړ او دا هڅې ډېر ژر د ګټې وړ هم شوې څرنګه چې عبدالواحد نورزي په ۴۷ دقیقې کې خپل دوهم ګول هم ترسره کړ او په داسې حال کې چې له دې ګول سره سیالۍ لا جالبه شوه، د عقابان لپاره کار ډېر ګران شو او هغوی دې ته ژمن شوه چې هیڅ فرصت له لاسه ور نه کړي مګر په همدې حال کې یې باید ضد بریدونو ته هم پام ساتلی وای.

د میوند اتلان له دې پایلې څخه راضي ښکارېد او هڅه یې درلوده تر څو د لوبې ریتم کرار کړي څرنګه چې زیاتره یې دفاعی حالت ځان ته غوره کړ، په داسې حال کې چې لا یې هم د ضد بریدونو څخه بشپړه ګټه پورته کول مګر ځینې غوره فرصتونه یې د خپل سیال د ګول پر وړاندې له لاسه ورکړل.

عقابان په پرلپسې توګه هڅه وکړه تر څو د لوبې په پایلې کې بدلون رامنځ ته کړي مګر دا هلې‎ځلې یې د ګټې وړ نه شوې او لوبه د ۲ – ۰ پایلې سره د میوند اتلان په ګټه پای ته ورسېدل.

د عقابان هندوکش لوبغاړو، محمد اېمل افغان او فرهاد پکتیاوال ژړ کارټونه ترلاسه کړل. د میوند اتلان ۵۵ سلنه لوبه په واک کې درلودل او عبدالواحد نورزي د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه.

سبا، د ۱۳۹۷ کال د تلې ۱۷ نېټه، د سپین‎غر بازان د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې د اباسین څپې پر وړاندې ځي.

د دې سیالۍ د بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.